نیویارک: قاضي د ابو حمزه په توقیبف کې د ساتلو امر کړی
۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبهاعلان
د متحده ایالاتو د محکمې یوه قاضي د تند لاري اسلامپاله تبلیغي ابو حمزه، په توقیف کې د ساتلو امر کړی دئ. دغه پریکړه تیره ورځ په نیویارک کې د محکمې د استماعیه غونډې وروسته شوې ده. ابو حمزه چې متحده ایالات پرې گمان کوي چې د القاعدې د شبکې له طراحانو څخه دئ تیره ورځ د نورو څلورو شکمنو کسانو سره یوځای د لندن څخه متحده ایالاتو ته استول شوی وو.
په ابو حمزه باندې په ۱۹۹۸م کال کې په یمن کې د سړي تښتونې او د متحده ایالاتو د اوریگون (Oregon) په ایالت کې د ترهگرې د یوه تربیتي کمپ د جوړولو تورونه لگول کیږي. په پام کې ده چې پر هغه به په رسمي توگه دغه تورونه د سه شنبې په ورځ ولگول شي.