نړیوال وجهي صندوق پرتګال ته د لګښتونو د راکمولو مشؤره ورکړې ده
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
د پېسو نړیوال صندوق د یورو د زون پوروړي هيواد پرتګال ته د نورو مالي مرستو د ترلاسه کولو په موخه مشؤره ورکړي دي.
د پرتګال حکومت په لزبون کې د دغه صندوق یو رپوټ خپور کړ، چي په کې حکومت ته په روان او راتلونکي کال کې د څلور ملیاردو یورو سپما مشؤره ورکړل شوې ده.
په رپوټ کې په تولیز ډول د لږښتونو د کمولو له پاره وړاندیزونه شوي دي. پرتګال تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې د یورو د ژغور له صندوق څخه ۷۸ میلیارده یورو مرستې تر لاسه کړي دي.