1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيبل: په مصر کي د نوي ديکتاتورۍ ويره موجوده ده

۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/173pX

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل، په مصر کې د وروستيو حالاتو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده. د آلمان د لیبرال گوند دغه سیاستوال «برلینر څایټونگ» ته ویلي دي: دا اندیښنه موجوده ده چې د ولسمشر محمد مرسي په مشرۍ او اخوان المسلمین تر حاکمیت لاندي مصر په یوه دیکتاتورۍ باندي واوړي. آلمان له مصر سره دولتي تماس تر نامعلومي مودې پوري محدود کړی دی. نیبل په همدې ترتیب خبر ورکړی دی، چې د پلان شوو پورونه یوه برخه چې تر۲۴۰ میلیونه یورو پوري رسیږي، ورکول هم ځنډول شوي دي. هغه زیاته کړې ده په هغه صورت کې، که چیري مصر د لا ديموکراسۍ او پر قانون د ولاړ دولت پر لور پرمختگ وکړي، آلمان به د دغه هیواد ملاتړ وکړي.