1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نور: د وروستۍ پیښي یو شمیر عاملین مو نیولي

۱۳۹۰ فروردین ۱۳, شنبه

د شمالي بلخ ولایت په مرکز مزار ښآر کې د ملګرو ملتونو پر دفتر باندي د پروني برید یو شمیر طراحین نیول سوي دي. دغه ټکی دبلخ والي عطامحمد نور رسنیو ته څرګند کړ.

https://p.dw.com/p/REpf
انځور: AP

نور چې د آرزو په نامه له خپل خصوصي ټلویزیوني چینل څخه یې ولس ته خبري کولي وویل چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

تیره ورځ شاوخوا شل زره کسانو د مزار په ښار کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ مخې ته لومړۍ مظآهره وکړه او وروسته یو شمیر مظاهره چیانو په دغه دفتر یرغل وکړ.

په برید کی د یوناما دفتر اوه تنه کارکونکي وژل سوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

یرغل ګرو د یوناما د ودانۍځيني برخې هم سوځولي دي.

د بلخ والي عطا محمد نور نن وویل چې ټولو مظاهره چیانو په دغه برید کی لاس نه درلود لیکن یو شمیر بلواګرو له دغه فرصت څخه په ګټي دغه برید پلان کړی وو.

نور وایې چې په وژل شویو بهرنیانو کی یوه میرمن هم شامله ده.

لومړی ویل کیدل چې په برید کې په مزار شریف کی د ملګرو ملتونو دسیاسي نمایندګۍ مشر هم وژل سوی خو ښاغلی نور وایې چې یاد کس روغ رمټ او له دوي سره دی.

« په دغه یرغل کې د یوي ښځي په ګډون اوه تنه وژل سوي، د یوناما ریس او دوه نور کسان ژغورل سوي او پولیسو وکړای سوای چی دغه کسان خوندي ځای ته بوزي، او دوه نور د دغه دفتر کارکونکي هم ژغورل سوي دي.»

مظاهره چیانو په لومړي سر کې په امریکې کې د قران کریم د سوځولو پر خلاف لاریون پیل کړی خو وروسته لاریون خونړی سو.

ښاغلی عطا چي ځواکونه یی په مزار ښار کې د ټولو دیپلوماتیکو څانګو د امنیت د خوندي توب مسولیت هم پر غاړه لري وایې چې لاریون کونکو له خپلو مظاهرو دمخه پولیسو ته هیڅ نه وو ویلی.

د بلخ والي برید کونکي کسان د بغلان، کندهار، بلخ او هرات ولایت اوسیدونکي بولي.

عطامحمدنور:

« ۲۷ کسان چی ډيری یی پیژندل شوي اوباشان دي، د جنایت په صحنه کی د پولیسو له لوري نیول سوي، هغوي تر پوښتنو لاندي دي، مونږ ویلای سو چی ډیر ژر به د دوي نور ملګري هم ونیسو.»

عطا محمد نور ډیری نیول سوي کسان ټپیان په ګوتو کوي چې پر وینا یې له وسلو سره لاس پر لاس نیول سوي دی.

« هغه کسان چې مونږنیولي ټپيان دي، د جګړې پر مهال مو نیولي، له وسلې سره مو نیولي، له هغو توکو سره مو یو ځای نیولي چې خلک یې پرې وژلي.»

که څه هم د افغانستان د قانون له مخې د وسلې کارونه له جواز پرته جرم دی خو ښاغلی عطا وایې دغو بلواګرو برید کونکو په لومړي سر کې محدودې وسلې درلودي خو کله چې د ملګروملتونو دفتر ته نوتل د هغوي وسلې هم تر ټولي کړي.

دا په بلخ ولایت کې په تیرو څو کلونو کې د یوې بهرنۍ ادارې پر ضد تر ټولو ناوړه برید ښودلی سوي.

په ورته وخت کې نن په جنوبي ولایت کندهار کې هم زرګونو تنه لارو کوڅو ته را وتلي او په لاریون یې لاس پوري کړي.

په یوه جلا پیښه کې نن سهار د کابل ختیځ لوري ته د کابل – جلال آباد پر لویه لاره وسله والو سړو چې طالبان یی خپل چریکان بولي د امریکايي ځواکونو پر یوه موټر برید کړی او وروسته په متقابلو ډزو کې یو شمیر ولسي افغانان هم ژوبل سوي دي.

له سیمې دویچې ویلې ته را رسیدلي سپين سوي رپوټونه کاږي چې د کابل – جلال آباد لویه لاره د دغې پیښې په سبب د څوساعتونو لپاره تړل سوي وه.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی