1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نور: د انتخاباتو ۹۰۰ مرکزونه به ټلي پاته سي

۱۳۸۹ مرداد ۲۸, پنجشنبه

دغه انتخابات چي ټاکل سوې د سپتمبر د مياشتي پر ۱۸ نېټه تر سره سي په هيواد کي د ناوړه امنيتي وضعيت له امله په سلو کي ۱۴ مرکزونه يې تړل کيږي.

https://p.dw.com/p/OrLP
د ولسي جرگۍ ۲۴۹ چوکيو ته د ټول هيواد څخه ۲۵۴۵ چي ۴۱۰ تنې يې مېرمني دي ځانونه کانديد کړي دي.
د ولسي جرگۍ ۲۴۹ چوکيو ته د ټول هيواد څخه ۲۵۴۵ چي ۴۱۰ تنې يې مېرمني دي ځانونه کانديد کړي دي.انځور: AP

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند په کابل کي خبريالانو ته ويلي دي چي د هيواد د ۳۴ ولايتونو څخه په ۲۵ کي يې ددې مرکزونو د تړلو علت پر کانديدانو باندي د بريد کولو بېره ده.

د نور محمد نور په خبره په دې اړه مو د افغان او ايساف ځواکونو سره خبري کړي دي چي دا بايد تړلي پاته سي. ځکه چي په دغو سيمو کي امنيتي وضعه د ډاډ وړ نه ده.

تيره اونۍ په کابل کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي شتيفن ديمیستورا وويل چي په افغانستا کي د پارلماني ټاکنو پر مهال د امنيتي وضعي په اړه اندېښمن دی.

خو دايي هم ويلي ول چي خرابه امنيتي وضعه ددې لامل نسي گرځېدای چي گواکي په انتخاباتو کي به درغلي وسي.

ددغو انديښو په جواب کي د افغانستان امنيتي چارواکو سمدلاسه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال هم کانديدانو او هم د ملگرو ملتونو استازي ته د امنيت د ټنگښت ډاډ ورکړی.

د ولسي جرگۍ ۲۴۹ چوکيو ته د ټول هيواد څخه ۲۵۴۵ چي ۴۱۰ تنې يې مېرمني دي ځانونه کانديد کړي دي.

د ۲۰۰۱ ميلادي کال راهيسي چي امريکايان د خپلو متحدينو سره يو ځای په افغانستان کي په پوځي ماموريت بوخت دي دا د ولسي جرگې د پاره دوهمي ټاکني دي.

ټاکل سوې وه چي ټاکني به د می په مياشت کي تر سره سي خو د ناوړه امنيتي وضعي له امله و ځنډېدې. د جون د مياشتي په پای کي پارلماني ټاکنو ته مبارزې پيل سوې.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم