نتنیاهو د ايران د اتومي پروګرام پر سوله یيز حل باندې شک لري
۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سهشنبهاعلان
د اسرائيلو لومړي وزیر بنيامين نتنياهو شک لري چي د ايران د اتومي پروګرام شخړه دې په سوله یيز ډول او د خبرو اترو له لاري حل سي.
هغه په واشنګټن کي له ولسمشر بارک اوباما سره تر ليدنې وروسته وویل چي تر اوسه پورې په دغه شخړه کي نه ديپلوماسۍ او نه هم بنديزونو کوم تأثير کړی دئ.
په عين حال کي نتنياهو وويل چي د ده هيواد له ځان څخه د دفاع حق لري. تر دې مخکې د نتنياهو او بارک اوباما تر منځ د ليدني پر وخت د ايران پر ضد د يوه نظامي اقدام پر سر اختلاف پيدا سوی وو.