نایجیریا: د تیلو د یوه ټانکر د سوځیدو له امله ۹۵ تنه وژل شوي دي
۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعهاعلان
په نایجریا کې د تیلو د یوه ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستو وروسته تر سلو زیات کسان وژل شوي دي چې پکښې ماشومان هم شامل دي. د هارټ کورټ بندر ته څیرمه د دغه ټانکر تر چپه کیدو وروسته په سوونو تنه ځایي اوسیدونکي د دغه پیښې ځای ته تللي وو. امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته د اورلگیدنې د مخه رسیدلي وو او هڅه ئې کړې وه چې دغه سیمه له خلکو پاکه کړي خو ځیني کسانو د پوځ دغه اخطار له پامه وغورځاوه او هڅه ئې وکړه چې تیل له ځانه سره یوسي. د اور لگیدنې وروسته په دغه پیښه کې کسانو خپل ژونده له لاسه ورکړ.