نایجریا: پر یوه کلیسا باندې د ډزو په پایله کې ۱۵ تنه وژل شوي
۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سهشنبهاعلان
د نایجریا چارواکو او رسنیو نن خبر ورکړی دئ چې د دغه هیواد په یوه مرکزي کلیسا کې یوه وسله وال تن په ډزو پنځلس تنه وژلي دي. دغه پیښه د کوگي په ایالت کې تیره ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده.
د دغه ایالت د والي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې هغه په دغه پیښه کې د پنځلسو تنو وژل تائیدوي. د پولیسو د وینا له مخې یوه نامعلوم وسله وال پر کلیسا برید کړی دئ. لا تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي. خو تر دې وړاندې د بوکو حرم په نوم تندلاره اسلامپالې ډلې د نایجریا په مرکز او شمال کې په یو شمیر کلیسا گانو باندې د شوو بریدونو پړه منلې وه.