1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د افغان سرتیري له لوري د شوې برید پلټني پیل سوي

۱۳۸۹ آبان ۱۵, شنبه

د ناټو ځواکونو اوس د هغه برید په باب رسمي تحقیقات پیل کړي کوم چې د یوه افغان عسکر له لوري د ګڼ ملتیزه ځواک په سرتیرو دوه شپې مخکې تر سره سوی وو.

https://p.dw.com/p/Q0VL
انځور: AP

په دغه یرغل کې دری خارجي عسکر وژل سوي ول. رپوټونه وایې چې دغه برید د یوه افغان سرتیري له لوري د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوه پوځي قشله کې شپه محال تر سره سو.

برید کونکي عسکر د پیښې له سیمې سمدستي پښې سپکي کړي دي. دا په خپل ډول کې لومړی یرغل نه بلل کیږي له همدې برید دمخه هم په هلمند کې دوه ځلي ورته بریدونه تر سره سوي وو. ناټو ځواکونه وايي له افغان منصبدارانو سره یې په ګډه په هلمند کې د دغې واقعي په اړه پلټنه پیل کړي ده.

د ایساف ځواکونو له لوري دوچې ویلې ته په را استول سوي یوه وینا پاڼه کې راغلي چې یو ګډ پلاوی دمګړۍ په سیمه کې په څيړنو بوخت دی.

په سیمه کې د پولیسو یوه افغان مامور چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي نن دوچې ویلې ته وویل چې وژل شوي دری واړه سرتیري د امریکا په سمندري ځواک پوري تړلي دي.

پیښه د پنجشبنې په شپه ناوخته هغه محال رامنځ ته سوه چې دغه ظاهراْ افغان سرتیری د بهرنیو عسکرو د تلاشې یوې پوستې ته ور ننوت او په دغو سرتیرو یې د مرمیو باران جوړ کړ.

ځیني ناسپین سوي رپوټونه خو دا هم وایې چې د ناټوسرتیري بیده ول چې پرې یرغل وسو. د هلمند د پولیسو قوماندان کمال الدین خان هم پیښه تاید کړه چې د افغان ملي پوځ سرتیري ورته لانجه رامنځ ته کړي خو په اړه یې زیات جزیات ورنکړل.

له بل لوري د قاري یوسف په نامه د طالبانو یوه ناطق ویلي چې برید کونکی له یرغل دمخه د ملي پوځ سرتیری وو خو اوس له دوي سره یو ځای شوی دی. هغه وویل چې برید د سنګین ولسوالۍ د تامیرانو په سیمه کې په یوه ګډه پوځي قشله کې تر سره سوی.

په تېره جولای میاشت کې هم یوه افغان سرتېري درې برتانوي پوځيان د هلمند په ګرشک کې په یوه غافلګیرانه بریده کې ووژل او یو شمیر نور یې ژوبل کړل.

له دغې پیښي وروسته په بلخ کې هم یوه بل افغان سرتیري دوه امریکايي مربیان او یو افغان عسکر په ډزو سره وژلي وو.

دغه ډول بریدونو اوس د هغو څوملیارد ډالري پروژو د اغیزمنتوب په اړه شکونه را برسیره کړي چې د افغان ملي پوځ د روزلو په نامه بشپړي سوي دي.

په ورته وخت کې د ایساف ځواکونو نن یو ځل بیا په جنوبي افغانستان کې د خپل یو سرتیري د مړینې خبر ورکړ.

د ګڼ ملیتیزه ځواک د رسنیو دفتر وایې چې د ایساف د پالیسۍ له مخې د وژل شوي سرتیري هویت او د پيښې ځای نه شي په ډاګه کولای. روان زیږدیز کال د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته بهرنیو سرتیرو ته تر ټولو خونړی هغه په ګوتو سوی دی.

راپور: ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی