ناټو:افغان حکوت خپل اعتماد د لاسه ورکړی
۱۳۸۶ بهمن ۱۹, جمعهاعلان
شيفر د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنوس کي د ناټو د دفاع د وزيرانو په غونډه کي وويل: که افغان حکومت په افغاني پرګنو کي اعتماد او باور رامنځ ته کړی وای په کابل کي به د حکومت کار تر دې لا ډير ښه وای. د مخدره موادو د کښت څخه بايد په قانوني ډول په اقتصاد کي استفاده سوي واي. په دې برخه کي بايد د پوليسو سره د مخدره توکو په له منځه وړلو کي مرسته وسي.
ديهوپ شيفر اودامريکې متحده ايالاتو د اروپايي اتحاديې د خوا تمويلېدونکو پوليسو په روزنه باندي په وروستيو مياشتو کي په وار وار نيوکي کړي دي.