1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسیکو: د مخدره موادو د مافیا د مشر زوی نیول شوی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه
https://p.dw.com/p/15JfJ

د مکسیکو د امنیتي ځواکونو په حواله، د مخدره موادو د مافیا په مقابل کې یو لوي بري ته رسېدلي دي. سمندري ځواکونو د ګوا دالا جارا، ښار ته نزدې د دغی ډلې د مشر یو زوی چې یواکیون ګوزمن، نومیږي نیولی دئ. د سمندري قواوو یوه ویاند ویلي دي چې دی د خپل پلار د سرمایې ادارې مسوول وو.

د ده په نیونه کې استخباراتي معلوماتو او د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړو مرسته کړې ده. په مکسیکو کی د کلونو کلونو راهیسي مافیایي ډلې یو له بل سره په جګړو اخته دي او د امنیتي ځواکونو سره ئې هم خونړۍ نښتي رامنځته شوي دي.