1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مِک کرستل : د خلګو امنيت او ساتنه د لمړيتوب حق لري

۱۳۸۸ بهمن ۵, دوشنبه

لويديز غواړي په نژدې راتلونکي کښي د افغانستان څخه ووزي ، خو د هغه دمخه بايد د ترهګرۍ خطر له منځه ولاړ سي،چه په اړه يې د ناټو په رهبرۍ د آيساف عموي قومندان مِک کرستل خپله ستراتيژي داسي وړاندي کړېده :

https://p.dw.com/p/LfyS
انځور: picture-alliance/dpa

هغه چې په عراق کې عملي شول بايد په افغانستان کې هم ممکن شي : يعنی سيمه ايزو ياغيانو ته ښايي د وسلې په زور ماته ورکړل شي، د سيمي ثبات تامين او بيارغونه پيل شي . چې په انگريزي ورته clear, hold and build ويل کيږي . تر اوسه پوري دا پروسه او بېرته رغونه په ډېرو ولايتونو کې عملي شوې نه ده او نه کېدلی شي، او دا ځکه چې پوځ لاس ته وروړي سيمي نسي ساتلی . د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو قوماندان سټنلي مک کرستل له طالبانو سره د مبارزې په منظور40000 اضافي عسکر غوښتي - تر څو وکولی شي د ملکي خلکو ساتنه هم تامين کړل شي . مک کرستل څرگندوي :

(زما په فکر پر دښمن باندي له حملو کولو څخه ډېر مهم او اوغېزمن کار دادی چې : له خلکو سره اړيکې ونيول شي، ددوی سره بحث وسي، په حالاتو باندي ځان خبر کړو، او بيا د خلکو د ژغورني د پاره هرممکن تلاش وشي . په دې برخه کې بايد موږ ځان ډير اصلاح کړو.)

لومړی هدف : نړيواله صلح ساتونکي ځواکونهISAF د لسو غټو ښارونو امنيت تضمين کړي او په تير يونيم کال کې طالبانو ته په لاس ورغلي سيمي ښايي بېرته ترې ونيول شي . د مک کرستل له پلان سره اولسمشر بارک اوباما هم تر يوې اندازې پوري موافقه لري او وايي :

(ما پرېکړه کړېده، چې د خپلو ملي گټو له مخې 30000 نور امريکايي عسکر هم افغانستان ته واستوم .)

مک کرستل 40000 اضافي عسکر غوښتي وه - 30000 به واشنگټن ورته په راتلونکو مياشتو کې ليږي . د خارجي ځواکونو زياتوالی يواځينۍ وسيله ده، چې د خلکو امنيت ورباندي ساتل کېدلی شي :

مک کرستل زياتوي : (موږ زياتو امنيتي ځواکونو ته اړتيا لرو. موږ سم ترکيب ته اړه لرو، دا په دې معنی چې نه يواځي زيات پوځ، بلکه د دې معنی دا هم ده چې ډير پوليس، استخباراتي عناصر، افغان سرتيري، او ممکن د ناټو قدرت هم، په کوم کې چې آلمانيان هم شامل دي .)

په دې اونۍ کې په لندن کې جوړېدونکي افغانستان کانفرانس کې به د ناتو د غړو هېوادونو پر ونډه باندي صلاح مشورې کيږي .

د مک کرستل له نظره د کابل حکومت هم دا وجيبه لري، چې د امنيت د پاره زيات لاس په کار شي .

حنيف اتمر په ډاگه کوي : ("د جنرال مک کرستل د نوي وړانديز په بنسټ د يوې نوې ستراتيژي د برخوال په توگه، موږ هم 160000افغان څارندوی او 240000 تنه افغان پوځ ورسره منو.)

د افغانستان د حکومت او هم نړيوالو مرستندويو د پاره د افغان پوليسو دوه چنده کېدل او د 150000عسکرو زياتونه يو بې مثاله دروند بار دی . خو مک کرستل بيا د کار نوعيت هم غواړي : دا بيا په دې معنی چې د افغاني او نړيوالو عسکرو شريکه روزنه او استخدام .

امريکايی جنرال د ناټو دجزوتامونو او افغاني سرتېرو ملگرتيااو ګډ کار غواړي .

اندرياس نول/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري