ميچل په نژدې ختيځ کي د غير مستقيمو خبرو تمه لري
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهخو سره له هغه امريکايي منځګړی جورج ميتچل غواړي نن ماپښين خپل د منځګړيتوب خبري شروع او د صدراعظم بينيامين نيتانياهو سره وګوري .
نيتانياهو نن سهار خپلي امنيتي کابينې ته ددغي ليدني د آمادګۍ په باب معلومات ورکړه .
لکه څنګه چه اسراييلي راډيو خبر ورکی ، صدراعظم ددغو خبرو دپاره تياری لري ، او اميد لري فلسطينيان نور په پلمو پسي ونه ګرزي .
د اسراييلو پخواني ددفاع وزير موشه آرينس او د نيتانياهو نژدې معتمد سړي دده د تياري ښوولو په باب وويل:
«ده اعلان وکی چه دی يو توافق ته رسيدل غواړي ، او ځکه نو خبري او معامله کول غواړي . زه ګمان کوم چه نيتانياهو پدې مايوسه دی، چه خبري په غير مستقيم ډول صورت نيسي ، خو دی په هيڅ صورت نه غواړي چه څوک دي پر ده باندي ملامتي ورواچوي ، چي دی هيڅ معامله کول نه غواړي . زه فکر کوم چه دی ددې احساس کوي ، چه بله لار نلري . »
په خبروکښي د فلسطين د هييت مشر صاحب حرکت اعلان وکی ، چي د اسراييلو او فلسطينانو تر منځ خبري تر شنبې يا يکشنبې دمخه نسي شروع کيدلای ، دا ځکه چه دفتح د سازمان رييس محمود عباس او د هغه اجراييه کميټه غواړي د جمعې په ورځ د هغه په باب تصميم ونيسي. صاحب حرکت وايي:
«دا لا ډير وختي دی، چي د خبرو او معاملې د شروع کيدو د تاريخ په باب خبري وکو ، تر څو چي دفتح د سازمان اجراييه کميټې او مرکزي کميټې جلسه نه وي سره کړې . فقط تر هغه وروسته به د خبرو کولو يا نه کولو تصميم اعلان سي . »
اسراييلۍ ورځپاڼو ددغو غير مستقيمو خبرو او معاملې په هکله شک ښکاره کړی دی ، او د فلسطين جمهوررييس محمود عباس هم غواړي پوه سي ، چه آيا د امريکا جمهوررييس بارک اوباما د روډ مېپ يا د سولي د پلان په عملي کيدوکښي جدي دی.
د اسراييلي ورځپاڼي يه ديتو اشرونوټ د معلوماتو پر اساس د اسراييلو د پارلمان کنېست د خارجي او امنيتي - سياسي کميټې په مخکي اسراييلي نظامي استخباراتو ويلي دي ، چه محمود عباس واقعأ د اسراييلوسره يو توافق کول غواړي.
خو ګمان نه کوي چي دغه ډول يو تړون به د صدراعظم نيتانياهو سره ممکنه وي.
دغه اخبار د غير مستقيمو خبرو په باب وروسته کاږي ، چي محمود عباس فکر نه کوي ، چي د هغه څخه به يو شی راووزي ، نيتانياهو اميد لري چه د هغه څخه يو شی راونه وزي ، او امريکايان بيا په دغو غير مستقيمو خبرو کښي جدي دي .
Verenkotte, Clemens/محمدقاسم نوري
کتونکي. زيارمل