1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د طالبانو سره د خبرو اترو ليوالتيا ښودلې

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په خپل يو ورستي رپوټ کي يادونه کړي، چي ملګري ملتونه چمتو دي له طالبانو سره غير مستقيمو خبرو اترو ته دوام ورکړي، خو د هغوي سره تماس نيول، بايد له پوره احتیاط او فکر څخه کار واخيستل شي...

https://p.dw.com/p/MTzo
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: picture-alliance/ dpa

د ملګرو ملتو د امنيت شورا به د پنجشنبې په ورځ د بان پر رپوټ باندي غور وکړي او په راتلونکي اونۍ کي به د12 نورو مياشتو په موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ماموريت د مودې د غځولو پر سر رايي ورکړي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي وويل، چي د يوناما ماموريت کولاي سي د افغانستان له حکومت سره په هغه يو پلان کي مرسته وکړي، چي هدف يي د ملي پخلايني د پروسي پياوړي کول دي.

بلخوا د افغانستان د جمهوري رياست د وينا له مخه افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا جمهورريس بارک اوباما هم په يوه ويډيويي تلفون کي د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه ږغېدلي دي.

اوباما د خپل سلف، جارج ډبليو بوش په پرتله ډير لږ له کرزي سره خبري کوي او د 2008 کال څخه را په دې خوا، چي د متحده ايالاتو جمهور رييس سوی دی، له افغانستان څخه يي ليدنه کتنه هم نه ده کړي.

د کرزي د دفتر له خوا په يوه خپره سوې پاڼه کي راغلي، چي د افغانستان جمهور رييس اوباما ته د سولي او ملي پخلايني د پروسې د ګړندي کولو لپاره د افغان حکومت د هڅو په هکله معلومات ورکړل او د نوموړي دفتر د خپلي وينا له مخي «د متحده ايالاتو جمهور رييس له دغو هڅو څخه هرکلی وکړ.»

ښاغلی کرزی د ګلخانې په ماڼۍ کي د اوباما سره د خبرو پر مهال
ښاغلی کرزی د ګلخانې په ماڼۍ کي د اوباما سره د خبرو پر مهالانځور: AP

واشنګټن ليوال دی، چي د ياغيانو له ټيټ پوړو ليکو سره تماس ټينګ سي او هغوی د سولي په پروسه کي ګډ سي، خو د هغوی لوړ پوړو مشرانو ته د لاس اوږدولو لپاره له احتياط څخه کار اخلي.

دغه راز ملګرو ملتو پرون وويل، چي د افغانستان لپاره د هغه سازمان لوړ پوړی استازی، د اونۍ په سر کي کابل ته ورسيد تر څو خپل نوی ماموريت اشغال کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د نمايندګۍ، يوناما نوی مشر ستيفان دي ميستورا نوميږي، چي له سويډن څخه دی او د پخواني استازي، کاي آيدي چي نور يې نه غوښتل خپلي دندي ته دوام ورکړي، ځاي ونيو.

د هغه مرستيال مارتين کوبلر، چي يو آلمانی دی، د اپريل د مياشتي په سر کي افغانستان ته رسيږي. د يوناما نوي مشر، دي ميستورا په خپله لومړي تبصره کي وويل:« په افغانستان کي ثبات او د ټولنيز - اقتصادي وضعيت ښه کول د هغه په لومړی توبونو کي راځي، خو په دې دواړو برخو کي افغانان خپله بايد مخکښ نقش ولوبوي.»

RTRE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل