ملکي تلفات د افغانانو او خارجي قواوو پر مناسباتو منفي اغيزه کوي
۱۳۸۸ خرداد ۱۴, پنجشنبهپدې باب دپرون ورځي د نيويارک ټايمز يو رپوټ، د امريکايي پوځونو يوه نماينده تاييد کړی دی .
رپوټ وايي چه د قربانيانو تعداد به ډير راکم وای ،چه که زميني او هوايي قواوو د ملکي خلګو د تلفاتو د مخنيوي مقررات په نظر کښي نيولی وای . په رسمي ډول ددغي پيښي د تحقيقاتو نتايج تر اوسه پوري ندي خپاره سوي .
خو د نيويارک ټايمز په حواله څيړني ښوولې ده چه يوې جنګي الوتکي پرطالبانوباندي د بمبارۍ امر پلاس راوړي ؤ، خو بيا يې بايد خپل هدف ته تغير ورکړی وای . خود الوتکي عملې مخکښي تر دې چه هغه يووار بيا تاييد سي ، بم وغورځوۍ ،او ځکه نو کيدای سي چه په دغه وخت کښي طالبان د محل څخه تښتېدلي وي،او يا ملکي خلګ راغلي وي .
د بلي خوا بيا پوځي مامورينو د رويټر آژانس ته ويلي دي ،چه غلطي د وسلې په انتخاب کښي وه،او نه د اوامرو په نه مراعتولو کښي .
د مختلفو رپوټونو په حواله د فراه د بالابلوک په دغه پيښه کښي د 20 څخه تر 140 پوري ملکي خلګ وژل سوي دي ،چه هغه د افغانانو او خارجي قواوو پر مناسباتو ډيره منفي اغيزه کړې ده .
رويټر/
کتونکی : محمد قاسم نوري