ملاله یوسفزۍ انگلستان ته د درملنې له پاره ویوړل شوه
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبهاعلان
یوه انګلیسي ډاکټر ویلي دي چې ملاله یوسفزۍ، د ښه کیدو ډیر ښه چانس لري. ملاله یوسفزۍ تر دې مخکې د طالبانو له خوا پر سر او غاړې ویشتل شوې وه. هغه لومړی په پاکستان کې عملیات شوه خو اوس انګلستان ته د لا ډیرې درملنې له پاره راوستل شوې ده.
پر ملالې یوسفزۍ باندې د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې وه. هغوی ویلي وو چې پر دغې ۱۴ کلنې نجلۍ باندې ئې ځکه برید کړی وو چې هغې پر طالبانو باندې نیوکې کولې او د نجونې د زده کړې له پاره ئې کمپاین کاوه.
په کوم روغتون کې چې اوس د ملاله یوسفزۍ درملنه کیږي، د هغو بریتانیاوي سرتیرو درملنه هم کیږي چې د افغانستان په جگړه کې ټپي شوي وي.