مصر: د مطبوعاتوآزادي
۱۳۸۶ آبان ۷, دوشنبهد مصر د اپوزيسيوي مشرانواو د خپلواکوورځپاڼوخپرونکو د دغه يوه ورځني اعتصاب غوښتنه کړې وه.
په مصرکې د تېرواوونيوپه ترڅ کې پريولسوتنوژورناليستانوباندې دعوی شوې ـ د هغوپه ډله کې د اپوزيسيون د نامتو ورځپاڼوپرڅلوروتنومسؤلومديرانوباندې. پردغويولسوتنوژورناليستانوباندې لگول شوی تور: د مصر د حکومت سياستوالوته سپکاوی. د بېلگې په توگه جمهوررئيس حسنی مبارک ته.
غچ اخيستونکي ميتودونه
د حسنی مبارک رژيم اکثراًهڅه کوي، چې د ډله ايزورسنيوهغه کارکونکي چې د ده پرحکومت نيوکې کوي، له سختووسايلونه په کاراخيستلوسره وډاروي يايې خولې وروتړي. د ژورناليستانو د اتحاديې د رئيسه هئيت د غړي جمال » فهمي « په عقيده، دا د هغوگڼ شمېرغچ اخيستونکوميتودونوله ډلې نه يوميتود دی، د کوموپه واسطه چې د مصررژيم د خپل قدرت ډاډه کول غواړي. نوموړی وايي:» آزادي نشته، ټولې ټاکنې تقلبي دي. په دولتي قدرت کې بدلون نه راځي. حسنی مبارک له شپږويشتوکلونوراهيسې د سوټي اوپوليس په زورحکومت کوي. هغه څه چې مونږپه وروستيووختونوکې وليدل، د مطبوعاتو د آزادۍ پرضد واقعي جگړه ده. د دې امکان شته، چې په څواوونيوکې د ټولوژورناليستانو يو پر څلورمه برخه زنداني شي. «