مصر ته د پور ورکولو پر سره خبرې اترې
۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبهاعلان
د پیسو د نړیوال صندوق استازي اوس په قاهره کې د مصر له حکومت سره په خبرو اترو بوخت دي. دغه چارواکي مصر ته د ممکنه پورونو په اړه د دې هیواد له چارواکو سره مذاکرې کوي.
د پیسو نړیوال صندوق مصر ته د پورونو د ورکولو د یوه اساسي شرط په توګه په د دې هیواد کې مالي اصلاحات مطرح کوي. په ۲۰۱۱ کال کې د حسن مبارک د رژیم تر راپرځید وروسته مصر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.