1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف غواړي چې د تروريزم په وړاندې کلکه مبارزه وکړي

۱۳۸۶ تیر ۲۲, جمعه

په اسلام آباد کې پر سره جومات باندې تر خونړۍ حملې وروسته د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په ټلويزيون کې د يوې وينا په ترڅ کې ويلي دي چې دی به په هېواد کې د تروريزم په وړاندې سخته مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/DKDm
»پر سره جومات باندې د حملې پرته بله چاره نه وه« د پاکستان نظامي واکمن پرويز مشرف
»پر سره جومات باندې د حملې پرته بله چاره نه وه« د پاکستان نظامي واکمن پرويز مشرفانځور: AP
په لومړي گام کې به د پاکستان او افغانستان گډې پولې ته ورڅېرمه امنيتي ځواکونه لا پسې ډېر او پياوړي شي. له دغې سيمې څخه طالبان خپل عمليات تر سره کوي. د پاکستان نظامي واکمن همداراز زياته کړه چې پر سره جومات باندې د حملې پرته بله چاره نه وه. نوموړي لا وړاندې د پاکستان په زرگونو ديني مدرسو باندې غږ وکړ چې د متعادل اسلام ښوونه دې وکړي. په سره جومات کې د تلفاتو په اړه تر اوسه دقيقې شمېرې نشته. عيني شاهدان وايي چې په سلگونو مړي يې ليدلي دي.