مسکو: د اور لګیدني پیښي د ۱۲ انسانانو ژوند اخیستی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهاعلان
د روسیې په پلازمینه مسکو کې د تعمیراتي کار په یوه ځای کې د اور د لګیدو له امله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي. اور د مسکو په جنوب لویدیځه څنډه کې په هغه کوټو کې لګیدلې دئ چېرته چې د تاجکستان څخه راغلي کارکونکي بیده ول.
د لومړیو پلټنو له مخې امکان لري چې کارکونکو د کاشلاوسکي د تعمیراتي کار په ځای کې په یوه دیوالي بخارۍ جامې اچولې وي چې له امله ئې اور ولگید.
د مسکو د ښار په ګڼو بازارونو او تعمیراتي شرکتونو کې د مرکزي اسیا د بې وزلو هیوادونو څخه راغلي کارکونکي په کار بوخت دي چې زیاتره وخت دوی د اوسیدلو سم ځایونه نه لري.