1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانان د القاعدې مخالف، خو د دوی د امريکايي عسکرو د وتلو هدف سره موافق دي

۱۳۸۷ اسفند ۷, چهارشنبه

د نړيوالې عامه نظر World Public Opinion په نامه يوې موسسې په مسلمانو هېوادنو کې د خلکو څخه د امريکا او په مسلمانو هېوادونو کې د امريکايي عسکرو شتون، القاعده او اسلامستي ډلو په هکله پوښتنې کړی دي.

https://p.dw.com/p/H0xH
د عراق په بغداد کې امريکايي عسکر وروسته له يو بريد نه
د عراق په بغداد کې امريکايي عسکر وروسته له يو بريد نهانځور: AP

دغه پوښتنې په مصر، پاکستان، اندونزيا، ترکيه، اردن، فلسطين، آزربايجان او نايجريا کې د يو امريکايي پوهنتون په مرستې تر سره شوې دي.

تقريبا ټولو په امريکايي ملکي وګړو باندی بريدونه غندلی دي. او د مذهبي او سياسي هدفونو د ترلاس ته لاوړلو لپاره بمباري او وژنه رد شوی ده.

زيات خلک د دې طرفدار دي، چې اسلامستي ګوندونو ته دې د فعاليت او په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړ شي.

د القاعدې په اړوند د خلکو نظر بيلابيل دی. يوه زياته برخه د القاعدې د دې نظر سره چې، يه اسلامي نړۍ کې د امريکا پاليسي تغير ومومی، د اسلامستي حکومتونو او د اسلامي هويت تقويې، سره موافق دي. حال دا چې دير کم خلک په امريکايانو د حملو طرفدار دي.