په مخدره موادو د اخته کیدو عوامل ، او د هغه څخه د خلاصون لاری
اعلان
د مخدره موادو پروګرامونه په افغانستان کي د پرمخ پر زياتېدونکو مخدره موادو د کرلو، تجارت اوپه هغه باندی د اخته کېدو او دهغه د عواقبو په باب رڼا اچوی . د(واوره او زده کړه) دپروګرام په دغه برخه کی به د مخدره موادو سره د مبارزې لاري بيان، او دا هم وڅيړل سی چه څنګه د مخدره موادو استعمال د یوچا پر صحت منفي اغيزه کوي . دلته به په مخدره موادو باندی د اخته کسانو د سرنوشت ، د هغوی سره د نشې د پرېښولو اود هغوی د جلاکېدو او راایستلو سره د کومک په باب خبری وسی .اوخصوصاً د ځوانانو اومکتب د شاګردانو د رول په باب خبری وسی چی څنګه دوی کولای سی د خپلی کورنۍ د معتادو کسانو او یا د محل د ځوانومعتادینو سره د مخدره موادو په پرېښولوکی مرسته او همکاری وکی .