متوکل: ۱۵۵ تنه د مخدره توکو د قاچاق په تور محاکمه سول
۱۳۸۹ آبان ۱۱, سهشنبهپه دغو مجازات سوو کسانو کي يولس تنه يي دولتي کارکونکي دي.
د کانونو وزارت پينځه انجينيران، د کندهار د پوليسو يو پخوانی عالي رتبه افسر، د هرات د پوليسو دوه تنه چارواکي، د لويديځ زون د سرحدي پوليسود څلورمي لوا قوماندان او د کابل د امنيه قوماندانۍ يو افسر د مجازات سوو په ډله کي دي.
د مخدره توکو سره د مبارزي د ځانګړي محاکمي وياند خليل متوکل وايي چي دغه کسان د روان کال په دوهمه ربعه کي د ملک له بيلا بيلو برخو نيول سوي او د دوی له لوري مجرم پيژندل سوي دي.
دغي ادارې دا هم ويلي چي د تير کال په پرتله د قاچاقوړونکو په کړو وړو کي هم زياتوالی راغلی.
د مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړي محکمي د وياند په خبره، چي د ملک په يو شمير سيمو کي د سالمي حکومت والۍ نشتون د دې لامل سوی چي د مخدره توکو قاچاق وړونکي په ډاډه زړه له يوې سيمي بلي ته تګ را تګ وکړي.
د مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړي محاکمې له خوا په داسي حال کي د قاچاقوړونکو په کړو وړو کي د زياتيدو خبري کيږي چي تيره اونۍ د ناټو او روسيې ګډو ځواکونو په ختيځ ننګرهار کي د قاچاق وړونکو پر يوه هډه يرغل وکړ.
د بريد پر مهال په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول سول خو ورسره د تړاو په تور د چا د نيول کيدو خبر ندی ورکړل سوی.
افغانستان د نړۍ په کچه د مخدره توکو د توليد او کاروبار عمده مرکز بلل کيږي.
د ملګرو ملتونو رسمي شميرې ښيي چي د نړۍ اتيا سلنه هيروين د افغانستان دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل