له یونان سره د نوو مرستو د کولو پر سر پریکړه کیږي
۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبهاعلان
د یورو د زون د مالیې وزیران غواړي چې د دوشنبې په ورځ د یونان له پاره د ۱۳۰ میلیاردو یورو مرستو پر سر پریکړه وکړي.
په آتن کې د ایتالیا حکومت د سپما نور تدابیر هم تصویب کړي دي چې اروپایي ټولنې او نړیوال وجهي صندوق ئې غوښتنه کوله. اوس نو انتظار کیږي چې د اروپایي ټولنې د مالیې وزیران یونان سره نوې مالي مرستې تصویب کړي.