له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په شمالي کوریا کې د ګوندي کانګرې پای ولمانڅل شو
په شمالي کوریا کې د ۱۹۸۰م کال راهیسې د واکمن کارګر ګوند د لومړۍ کانګرې پای په لویو غونډو او ملکي پرېټ سره ولمانځل شو. په زرونو خلکو چې د ګوند په درناوي ګلابي او سور رنګي بیرغونه له ځان سره لیږدول، د پیونګ یونګ ښار په زړه کې د کم ال سونګ له میدان څخه تیر شول. ګوندي کانګره د گوند د مشرتوب له پاره نوې جوړ شوی مقام ته د کم یونګ اون په انتخاب سره د دوشنبې په ورځ پای ته رسیدلې وه.
د یورو حوزې هیوادونه یونان ته نوی پور ورکوي
یونان ښايي ډير ژر د نړیوالو پورورکونکو له خوا په ملیارډو یورو نوی پور ترلاسه کړي. د یورو د حوزې د مالیې وزیرانو په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغه هیواد د لا زیات مالي ملاتړ په موخه به په راتلونکو ورځو کې یو تړون بشپړ شي. د اعلامیې په حواله وزیران په عین حال کې یونان ته د پور بخښل هم په نظر کې لري. د یورو د حوزې هیوادونو په تیر دوبي کې یونان ته د ۸۶ ملیارد یورو په ارزښت د مرستې دریمه بسته منلې وه.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر برمته شوی زوی آزاد شوی
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی چې درې کاله تر مخه برمته شوی وو، آزاد کړل شوی. پاکستاني چارواکو د پاکستان د خلکو د ګوند «پیپلز پارټي» د مشر په دې اړه څرګندونې تائید کړي. علي حیدر ګیلاني چې په افغانستان کې موندل شوی، د دغه ګوند یو فعال غړی دی. د افغانستان حکومت تر اوسه د نوموړي آزادیدل نه دي تائید کړی. همدا راز د ګیلاني کورنۍ هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د آلمان پوځ د عسکرو شمیر به زیات شي
د آلماني پوځ د عسکرو شمیر چې د ۲۵ کالو راهیسې وار د واره کم کړل شوې وو اوس به بیرته زیات کړل شي. د آلمان د دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې ۷۰۰۰ زره نوي عسکر به استخدام شي. زیاته شوې چې په راتلونکو کالو کې به ۱۴.۳۰۰ اضافي عسکرو او ۴۴۰۰ ملکي کارکونکو ته اړتیا وي. د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون ډیر لاین په دې توګه نویو تهدیدونو او د پوځ پرمخ پر زیاتیدونکو دندو ته ځواب وايي.
په مونشن کي د چړې برید ښايي اسلامي انګیزه ونه لري
د لومړیو پلټنو په حواله د آلمان د بایرن ایالت د ګرافنګ ښارګوټي د ریلونو په تمځای کې د چړې د برید اسلامیستي انګیزه تر اوسه نه ده تائید شوې. زیاته شوې چې ۲۷ کلن برید ګر رواني ناروغ دی او ښايي معتاد هم وي. دا معلومات د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخم هیرمن ورکړي دي. دغه سړي نن، سه شنبه سهار د ریلونو په یو سیمه ییز تمځای کې پر مسافرو برید وکړ او یو تن یې وواژه.