له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
حلب ته څیرمه په نښتو کې ۷۰ تنه وژل شوي
د فعالانو د معلوماتو له مخې په سوریه کې تندلارې ډلې النصره جبهې د حلب ښار په سویلي برخه کې ډیر ځایونه نیولي دي. اپوزیسیون ته نزدې د بشري حقونو سوریایي سازمان چې په مقر ئې په انگلستان کې دی ويلي دي چې په یوه ورځ کې له حکومتي عسکرو سره د نښتو په ترڅ کې تر۷۰ زیات کسان وژل شوي دي. ويل شوي دي چې پر نورو سربیره ياغيانو د خان طومان سیمه نیولې ده.
په سکاټلنډ کې آزاد ناسیونالستي گوند پارلماني ټاکنې گټلي دي
د سکاټلنډ په پارلماني ټاکنو کې آزاد گوند اس ان پي، زیاتي څوکۍ گټلي دي خو اکثریت یې له لاسه ورکړی دی. د ټاکنو د نهایي پایلو له مخې دغه ناسیونالیست گوند له ۱۲۹ څوکیو څخه ۶۳ تر لاسه کړي دي. په دې ترتیبب دغه گوند په دریم وار په پرله پسې توگه انتخابات گټلي دي. په بریتانيا کې په سیمه ییزو او ښاروالیو ټاکنو کې ښي اړخي ولسي گوند یو کې آی پي، بریالی شوی دی.
په واتیکان کې پاپ ته د «کارل پرایز» جایزې د ورکړې مراسم
د کاتولیکي مسیحیانو په پلازمینه، واتیکان کې پاپ فرانسیس ته د اروپايي اتحادیې د جایزې «کارل پرایز» د ورکولو مراسم پیل شول. د مراسمو په پیل کې د آلماني کاردنیال والتر کسپر په مشرتوب د «پیترس دوم» په میدان کې د دعا او عبادت یو پروگرام تر سره شو چې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل هم پکې گډون درلود. تر دغو مراسمو دمخه د آلمان صدراعظمی د ایتالیا له صدراعظم، ماتیو رینزي سره په روم کې ولیدل.
د ترکي خبریالانو پر ضد محاکمه پیل شوه
په ترکیه کې پر حکومت انتقاد کوونکو خبریالانو جان دوندار او ایردیم گل، پر وړاندي محاکمه ادامه مومي. د دوندار مدافع وکیل په استانبول کې د دغې محاکمې تر پیلیدو د مخه ویلي دي چې دی د خپل مؤکل د برائت تمه کوي، خو هغه زیاته کړې ده چې سړی د سیاسي محاکمو په هکله هیڅکله نه پوهیږي. دوندار د «جمهوریت» په نوم ترکۍ ورځپاڼي مسئول مدیر دی. پر ده او د پلازمېنې پر خبریال باندې د پټو اسنادو د خپرولو تور دی.
په سعودي کې دوه شکمن تندلاري وژل شوي
د سعودي عربستان پولیسو د ترهگرۍ ضد یوه ماموریت په ترڅ کې دوه شکمن تندلاري مکې ته څیرمه ویشتلي دي او دوو نورو کسانو بیا ځانونو ته انفجار ورکړی دی. په ریاض کې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې «تروریستانو پر امنیتي ځواکونو ډزي کړي دي، چې هغوی یې ځواب ورکړی.» د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې دوه شکمن کسان وژل شوي او دوو نورو خپلو چاودیدونکو کمربندونو ته چاودنه ورکړې.