له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ترکیه: پارلمان د ځینو استازو د خوندیتوب لغو کولو له پاره لار هواروي
د ترکیې دولتي خبري آژانس «آنادولو» د رپوټ له مخې د ترکیې د پارلمان د اساسي قانون کمېسیون د ډیر شمیر استازو خوندیتوب لغو کولو ته لاره هواره کړې ده. دغه بدلون به تر ټولو زیات د اپوزیسیون کردي پلوی اچ ډي پي یا د خلکو دیموکراتیک گوند تر فشار لاندې راولي. پارلمان باید په اساسي قانون کې دغه بدلون دوه پر دریمه برخه اکثریت سره تائید کړي.
له سوریې څخه راستنیدونکی تندلاری باید محکمې ته ځواب ووايي
د فرانکفورت ام ماین لوړې محکمې ته باید د لومړي ځل له پاره یو شکمن تندلاری په سوریه کې پر یوه جنگي جرم باندې د لاس پورې کولو له کبله ځواب ووایي. پر ۲۱ کلن آریا باندې تور دی چې د دوو ملکي یا حکومتي عسکرو له تنو څخه د جلا شوو سرونو سره یې عکس اخیستی دی. دغه انځور پر نورو سربیره د فیسبوک پر ټولنیزه شبکه کې خپور شوی دی. نوموړې د ۲۰۱۵م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په توقیف کې دی.
وینزویلا کې اپوزیسیون دوه میلیونه لاسلیکونه راټول کړي
د وینزویلا اپوزیسیون د دغه هیواد د ولسمشر مادورو د گوښه کولو له پاره د یوه ریفرنډم د رابللو له پاره کابو دوه میلیونه لاسلیکونه راټول کړي دي. دغه لېست په کراکاس کې د ارزونې له پاره د انتخاباتو ملي شورا ته وړاندې کړل شوی دی. که چیرې دغه اسناد سم وخیژي، نو بیا هم باید نور څلور میلیونه لاسلیکونه راټول کړل شي. د وینزویلا اپوزیسیون ولسمشر مادورو په هیواد کې د رامنځ ته شوي بحران له پاره گرم گڼي.
د مطبوعاتو پر آزادۍ د محدودیتونو لگولو په هکله خبرداری
د اروپايې اتحادیې شورا د مطبوعاتو پر آزادۍ د محدویتونو د لگولو له پاره د جزا له قانون څخه د ناوړه استفادې په هکله خبرداری ورکړی دی. د دغې شورا عمومي سیکرتر توربیان یاگلان دې ته اشاره کړې ده چې ځیني هیوادونو د تور لگولو له قانون څخه د سیاسي موخو له پاره استفاده کړې ده.
په ناورو ټاپو کې یوې مهاجرې ځان ته اور اچولی
د پاسفیک په ناورو ټاپو کې د یوه ایراني له لوري د ځان سوځولو د پيښې یوازې څو ورځې وروسته یوې ښځې په کمپ کې د خپل توقیف پر ضد د احتجاج په توگه کې ځان ته اور اچولی دی. د آسترالیا د کډوالو چارو وزیر پيتر دتن ویلي دي چې دغه ښځه چې ډیر سخت ټپونه لري د آسترالیا یوه روغتون ته د درملنې له پاره وروړل شوې ده. د رپوټونو له مخې دغه ۲۱ کلنه له سومالیا هیواد سره تړاو لری.