له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
بلجیم شکمن ترهګر فرانسې ته وسپاره
په بروکسل کې نیول شوی شکمن ترهګر صلاح عبدالسلام له بلجیم څخه فرانسې ته انتقال شوی. دغه خبر د بلجیم څارنوالۍ له خوا تائيد شوی دی. عبدالسلام د مارچ پر ۱۸ نیټه د بروکسل په مولنبیک سیمه کي د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی وو. پر نوموړي شک کیږي چې د پاریس په بریدونو کې یې برخه درلودله. دا چې آیا نوموړي د بروکسل د بریدونو په چمتو کولو کې هم ونډه درلودله که نه، لا روښانه نه ده.
اسرئیلي پولیسو دوه فلسطنیان وژلي
اسرائيلي پولیسو نن، چهار شنبه د بیت المقدس او اردن سیند د لویدیځې غاړې ترمنځ د کنترول پر پوسته په چړو سنبال یوه فلسطینۍ او یو نارينه وژلي دي. د اسرائیلو د پولیسو یوې ویاندې وویل چي فلسطينۍ ښځې پر پولیسو د چړې تر ګوزار وروسته پولیسو ډزې پیل کړې. زیاته شوې ده چې له نارينه سره هم چاړه وه. د دې دمخه له دوی څخه په څو ځلي د دریدو غوښتنه شوې وه.
رسنۍ: د اتریش ـ اېتاليا پر سرحد کنترول پيلیږي
د یوې اتریشۍ ورځپاڼې په حواله د اتریش ـ اېتاليا پر «برینر» سرحدي پاټک کنترول د مي میاشت له پای یا جون میاشت له سره ښايي پیل شي. پولیس د ورځې د کابو څلورو تر پنځوو سوو مهاجرو د راتګ اټکل کوي. د افرادو د کنترول او د بیومیتریکي کنترول په موخه لویه لار پر څلورو لیکو تقیسم شوې.زیاته شوې چې په ریلونو کې به هم کنترول کیږي. دا چې آیا پر سرحد به خنډونه هم واچول شي که نه لا څرګنده نه ده.
«ترکیه د ژورناليستانو تور لیسټ نه لري»
د ترکېې حکومت د معلوماتو له مخه دغه هیواد د نامطلوبو خارجي ژورناليستانو تور لیست نه لري. د ترکیې د حکومت یوه استازي چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وویل چې که ژورناليستان له سفر څخه منع کړل شوي وي نو وجه یې د دوی نظر او یا رپوټ ورکول نه، بلکې له دوی څخه یې ځينو په ماضي کې سوریې ته په غیر قانوني توګه د داخلیدو په تړاو د ترکیې له قانون څخه سرغړونه کړې وه.
د اوکراین په اړه اروپایي سرمشریزه ځنډول شوې
د اوکراین په اړه د اروپايي ټولني سرمشریزه ځنډول شوې ده. د سرمشریزي د ځنډولو علت د هالنډ وګړو له خوا د اپریل میاشتي په سر کي د یوې ټولپوښتنې له لارې د اروپايي ټولني او اوکراین ترمنځ د همکارۍ یوه تړون چې اوکراین له اروپايي ټولنې سره نژدې کوي، ردول دي. که څه هم دغه ریفرندم الزامي نه دی خو د هالنډ لومړی وزیر غواړي د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره د دغه تړون په متن کې د بدلون پر سره خبرې وکړي.
ایران وايي امریکا يي د اقتصادي اړیکو د پراختيا مخه نيسي
د رویټرز د خبري آژانس په حواله ایران پر امریکا تور لګولې چې د اقتصادي بندیزونو د له منځه وړولو سربیره هم له دغه هیواد سره د اقتصادي اړیکو مخه نیسي. د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي په خپله رسمي انترنټ پاڼه کې ویلي: «امریکا د کاغذ پر مخ خو بهرنيو بانکونو ته له ایران سره د تجارت اجازه ورکوي خو په عمل کې د ایران څخه داسې کرکه او ویره پاروي چې هیڅوک ورسره تجارت ته زړه ښه نه کړي.»