له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ایران د حزب الله د ترهګرې ډلې په توګه پر نومولو نیوکه کړې
ایران د خلیج د همکارۍ د سازمان له خوا د حزب الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه د نومولو پر پریکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ګام د سیمې د امنیت سره «مرسته نه کوي». د ایران له خوا دغه څرګندونې د هغې یوه ورځ وروسته کیږي چې د خلیج د همکاریو سازمان چې سعودي عربستان، بحرین، کویت، عمان او قطر پکښې شامل دي، دغه ایران پلوه شعیه سازمان ترهګره ډله وبلله.
شمالي کوریا د لنډ واټن توغندیو ازموینه تر سره کړې
د شمالي کوریا پر وړاندې د ملگرو ملتونو له لوري د بندیزو د سختیدو یوازې څو ساعته وروسته شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت له خوا ویل شوي چې دغه توغندي له ختیځ ساحل څخه توغول شوي دي. تر دې لږ څه دمخه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا پر وړاندې د یوې اتومي ازموینې او یوه بالستیک توغندي د توغولو له کبله تر اوسه له ټولو سخت بندیزونه لگولي وو.
د اروپايي ټولنې د جرګه ګۍ مشر «اقتصادي پناغوښتونکو» ته اروپا ته د راتګ څخه خبرداری ورکړ
د اروپايي ټولنې د شورا مشر تونالډ توسک «اقتصادي پناغوښتونکو» ته اروپا ته له راتګ څخه خبرداری ورکړی. نوموړي له «ټولو باالقوه غیر قانوني اقتصادي پنا غوښتونکو، چې هر چیرته وي، غوښتنه وکړه چې اروپا ته را نه شي.» نوموړي زیاته کړه: «تاسې خپل ځان او مال په خطر کې مه اچوئ. دا پر دې نه ارزي.» توسک د یونان د لومړي وزیر الیکسس سیپراس سره تر خبرو اترو وروسته دغه څرګندونې وکړې.
استنانبول: دوه ښځینه برید کونکو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی
د ترکیې د رسنیو د رپوټونو له مخې دوه ښځینه برید کوونکو په استانبول کې د ځانگړو پولیسو پر یوه مرکز باندې د لاسي بمونو برید او ډزې کړي دي. د «دوگان» په نوم خبري آژانس ویلي دي چې په دغه پیښه کې څوک ټپیان شوي نه دي. د دغه برید وجه لا معلومه نه ده، خو په تیرو وختونو کې کردي یاغیانو پر پولیسو بریدونه کړي دي.
د نایجیریا پوځ وایي چې د بوکو حرام غړي ورته تسلیم شوي
د نایجیریا پوځ خبریالانو ته ویلي دي چې د افراطي ډلې «بوکوم حرام» په لسگونو کسان د دغه هیواد په شمال ختیځ کې دوی ته تسلیم شوي دي. د پوځ په وینا په ټوله کې ۷۶ کسان تسلیم شوي دي او داسې بریښدل چې سم خواړه ورته نه دي رسیدلي او د خوړو خواست یې کاوه. د نایجیریا د پوځ یوه افسر ویلي دي چې دغه ټول کسان په مایدوگوري کې د پوځ په یوه مرکز کې بندیان کړی شوي دي.
اتریش د مهاجرو پر وړاندې پر خپل سخت دریځ ټینگ ولاړ دی
د یونان او مقدونیا پر پوله د مهاجرو ډراماتیک وضیعت ته په کتو سره، د اتریش د بهرنیو چارو وزیر زبستیان کورڅ پر یونان باندې فشار زیات کړی دی چې په دغه ځای کې د مهاجرو د ثبتیدو په لومړنیو مرکزونو کې د هغوی په ښه توگه پالنه وشي. کورڅ د «زود دویچه څایټونگ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې «موږ باید له یونان څخه د شمال پر لور دغه څپه ودروو.»
د شکمنې لادرکه شوې الوتکې ټوټې به د موزمبیق څخه استرلیا ته انتقال شي
د یوې مالیزیايي مسافر وړنکی الوتکې له مرموزې لا درک کیدو څخه دو کاله وروسته اوس ویل کیږي چې یو نوی درک موندل شوی: د رپوټونو له مخې د افریقايي هیواد موزمبیق په ساحل کې د یوې الوتکې یو ستره ټوټه موندل شوی. پلټونکو وویل چې هغوی به دغه ټوټه چې د یو امریکايی له خوا موندل شوې ده، تر پلټنې لاندې ونیسیی. دغه ټوټه چې یو متر اوږده ده، په دې موخه به استرآلیا ته ولیږدوله شي.