له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
امريکا پر تایوان باندي دوې جنگي بېړۍ پلوري
د چین پر ملاحضاتو سربیره د امريکا متحدو ايالاتو اعلان کړی دی چي پر تایوان باندي دوې جنگي بېړۍ او نور نظامي تسلیحات پلوري. د امریکا حکومت کانگرس ته د مجموعأ ۱۸۳ ميلیاردو ډالرو په ارزښت وسلو پلورلو خبر ورکړی دی. په دغو تسلیحاتو کي د دوو جنگي بېړيو تر څنگ په اوبو کي تلونکي موټران، ټانکونه، دافع هوا راکټونه او نوري وسلې شاملي دي. د دې ډیر احتمال سته چي کانگرس به دغه معامله ژر ومني.
پوتین: د بشارالاسد ملاتړ کوم
د روسيې جمهور رئيس ولادیمیر پوتین د خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د سوریې د واکمن بشارالاسد پر ملاتړ باندي ټینگار وکړ. د تقریبأ ۱۴۰۰ ژورناليستانو په مخکي پوتین وویل چي دی به هیڅ وخت دا نه ومني چي یو خارجي قوت دي دا تصمیم ونیسي چي څوک پر سوریه باندي حکومت وکړي. خو روسیه به خپل ټوله قوت په کار واچوي چي دغه بحران ته بلاخره یو سیاسي حل پیدا کړي.
د امریکا مرکزي بانک ټکت پولي بیرته لوړه کړې ده
د امریکا مرکزي بانک تر تقریباً لسو کالو وروسته د اول وار له پاره ټکت پولي لوړه کړې ده. په دې سره نو مرکزي بانک په مالي بحران کي تر یوې دوامداري اووه کلني مداخلې وروسته بیرته په پولي سیاست کي بدلون پيل کړی دی. د امريکا متحدو ايالاتو مرکزي بانک رئیسې جانیت یېلن ویلي دي چي «دا د یوې فوق العاده او غیر معمولي دورې د پای په معنی ده.» خو تر دغه اعلان وروسته د اسعارو په بازار کي ډیر بدلون راغلی نه دی.
په یمن کي د بندیانو تبادله روانه ده
په یمن کي اووه ورځنی اوربند چي ورسره موازي په سویس کي د سولي نوي خبري هم پيل سوي دي، په تکرار سره ماتیدونکی دی. د امنیتي چارواکو په حواله د ایب، بیضأ، مغرب، الجوف او تعز کي بیا جنگونه او نښتي رامنځته سوي دي. د محلي گروپونو او سابا خبري آژانس په حواله په تعز کي د شیعه حوثي یاغیانو پر مرکزونو باندي بمبار هم سوی دی. خو پر دغو نښتو سربیره د جنگ دواړو اړخونو د هیواد په جنوب کي بندیان سره تبادله کړي دي.
په ترکيه کي ۲۳ کردي یاغیان وژل سوي
په ترکيه کي د کردانو منع سوي کارگر گوند (PKK) پر ضد عملیاتو کي ترکي امنیتي قواوو د هیواد په جنوب شرق کي د دوو ورځو په جریان کي ۲۳ یاغیان وژلي دي. خبري آژانس انادولو خبر ورکړی دی چي پوځ او پولیسو د سیرنک ولایت د سیزر او سیلوپي په ناحیو کي د یاغیانو پر ضد دغه عملیات سرته رسولي دي. په کردي سیمو کي په اوس وخت کي په زرونو امنیتي قواوي د فوق العاده عملیاتو په جریان کي دي.