له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د ترکيې ساحل ته نژدې ۶ افغان مهاجر ماشومان ډوب شوي
د فرانسې خبري آژانس په حواله د ترکېې ساحل ته نژدې د یوې ربړي کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې۶ افغان ماشومان وژل شوي دي. ساحلي پولیسو ویلي دي چې دوی د ماشومانو جسدونه موندلي دي چې یو د تي ماشوم هم پکښې شامل دی او په دوو لا درکه مهاجرو پسې لا لټون دوام لري. زیاته شوې ده چې دغه کښتۍ چې د یونان پر لور روانه وه د ترکیې د ازمیر ولایت د چشمې ښار سره نژدې د تیزو بادونو او لوړو څپو له امله ډوبه شوې ده.
د خوګ والګي په ایران کې په لسونو انسانان وژلي
په ایران کې درې اوونۍ د مخه د خوګ والګي د پیښو تر رامنځته کیدو وروسته ۳۳ تنه په دغه مرض مړه شوي دي. د «ارنا» دولتي خبري آژانس په حواله دغه انسانان په دوو سویل ختیځو ولایتونو کې مړه شوي دي. چارواکو تر پلازمینې تهرانه پورې د ناروغۍ له خپریدو څخه خبرداری ورکړی. د ۲۰۰۹ م کال په اپریل میاشت کې دغه والګی له مکسیکو څخه خپور شوې وه او په ټوله نړۍ کې يې د تقریباً ۱۸۵۰۰ انسانانو ژوند واخیست.
اسرائيلي عسکرو د مهاجرو په یوه کمپ کې یو فلسطینی وژلی
د فلسطیني رسنیو په حواله اسرائیلي عسکرو د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د مهاجرو په یوه کمپ کې یو فلسطینی وژلی. د رپوټونو له مخې د بیت الحم سره نژدې پراته دغه کمپ ته عسکر د فلسطیني فعالانو د نیولو په موخه ننوتي ول. د کمپ اوسیدونکو پر عسکرو د ډبرو او بوتلونو ګوزارونه وکړل چې په ځواب کې ئې پوځ اوښکې بهه ونکې ګاز وکارو او فایرونه ئې وکړل. د فایرونو په ترڅ کې دغه شل کلن فلسطینی ووژل شو.
په پيکنګ کې د ککړې هوا له کبله پر موټرو بندیز دی
په پیکنګ کې په لومړي وار د ککړې هوا د خطر د تر ټولو لوړې درجې د وضع کیدو سره د موټرو د چلولو بندیز په پراخه کچه عملي شوی. د نمبر پلیتونو د طاق او جفت شمیرو د یوه اړوند سيستم له مخې د ټولو شخصي موټرو یوازې نیمايي ئې سړکونو ته د وتلو اجازه لري. سربیره پر دې ۳۰ سلنه حکومتي موټر هم د ګرځيدو اجازه نه لري. د خطر دغه درجه تر پنجشنبې پورې دوام کوي، تر هغه وروسته به یوه سړه څپه دغه مضر دود له منځه یوسي.
ملګري ملتونه د بېړنيو مرستو له پاره ډيرو پیسو ته اړتیا لري
ملګرو ملتونو د کړکیچونو او طبیعې ناورینو د ميلیونو قربانیانو له پاره د مرستي د خپل تاریخ تر ټولو لویه غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کونکي شتیفان اوبراین وویل چي دوی او شریک سازمانونه ئې په ۲۰۱۶م کال کې له سوریې او نورو بحران ځپلو سیمو سره د مرستې په موخه ۲۰،۱ ميلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. دی وايي له تقریباً ۸۸ ميلیونو ښځو، نارينه وو او ماشومانو سره د مرستو پلان چمتو کړې.
امریکا د ترهګریزو بریدونو د خبرداري نوی سيستم جوړوي
په کلیفورنیا کې تر ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا متحد ایالات د تروریستي بریدونو د خبرداري د ورکولو یو نوی سيستم رامنځته کوي. د کورني امنیت وزیر وویل چې په راتلونکي کې به عمومیت ته د «منځنۍ کچې» د ګواښ په اړه هم په چټکه توګه خبر ورکول کیږي. ده وویل چې په امریکا کې دمګړۍ د ترهګرۍ خطر یوه نوي پړاو ته داخل شوی او د سترو بریدونو ترڅنګ د «ترهګرۍ نه الهام» اخیستونکي بریدونه هم ترسره کیدلای شي.
رپوټ: په عراق او سوریه کي د خارجي جنګیالو شمیر زیات شوی
د یوه رپوټ په حواله د عراق او سوریې په تند لارو کي د بهرنیو جنګیالو شمیر په تیر یوه کال کې ۲۷ زرو ته لوړ شوی او په دې توګه دوه چنده شوی. د امنیتي برخې د «سوفان ګروپ» په نامه یوه امریکايي مشورتې شرکت ویلي دي چې په سوریه او عراق کې افراطي ډلې «اسلامي دولت» په لسونو زره انسانان را جذب کړي دي.
د یمن ولسمشر د اووه ورځني اوربند وړاندیز کړی
د یمن جمهور رئيس عبد رابه منصور هادي، د سولې د خبرو اترو تر مخه د اور بند وړاندیز کړی. هغه د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ته په یوه خط کې لیکلي دي چې دغه اوربند باید د دسمبر د ۱۵ تر ۲۱ نیټې پورې عملي شي. د یمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دغه هیواد کې د جنګ د ختمولو په موخه نوي هلي ځلې پیل کړي دي. نوموړي ویلي دي چې د دسمبر پر ۱۵ نیټه به په ژنیو کې د سولې نوې خبري اترې پيل شي.