قاهرې دمشق ته د خبرو اترو له پاره یو پلاوی لیږلی دئ
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهاعلان
د مصر دولت احتمالا دمشق ته یو پلاوی د خبرو اترو له پاره استولی دئ. دغه پلاوی چې پکښې جگپوړي چارواکي شامل دي د قاهرې په هوایي ډگر کې لیدل شوی دئ. خو د مصر په پلازمینه قاهره کې امنیتي کړيو دغه خبر نه دئ تائید کړی خو رد کړی ئې هم نه دئ.
د مصر ولسمشر محمد مرسي، د دمشق پر رژیم باندې یو له سختو نیوکه کوونکو څخه شمیرل کیږي. د روان کال د سپتمبر دمیاشتې په نیمایي کې مرسي له ترکیې، ایران او سعودي عربستان سره په گډه په سوریه کې د کورنۍ جگړې د ختمولو له پاره یو نوی ابتکار پر لار واچوه.