فيليپ:کرزی په دې ډول د خلګو په زړونو کي ځای نسي پيداکولای
۱۳۸۷ شهریور ۸, جمعهکله چي دعراق امنيتي ځواکونو،دامريکايانو څخه په يوه سيمه کي قدرت تر لاسه کړۍ، دا حالت دعادی حا لت په حيٍث دنړۍ پر خلګو خرڅ سو، اوس دوی غواړي چي ددې نمونې سره سم په افغانستان کي هم عمل وکړي. د شمالي اطلس د فاعي تړون ناټو اوس د کابل د ښارکنټرول د افغان د پوځ په لاس ورکوي.
د تيري چارشنبې په ورځ د يوه ګوزار په ترڅ کي يو تن آلمانی عسکر مړ او درې نور ټپيان سول. په تيرکال کي په افغانستان کي زور زياتي خورا زور اخستی دی، دوغونده د نړيوالو، او افغاني عسکر او د ملکي وګړوشمير هم ورځ تر لي ډيريږي. د دې حالت پای معلوم ندی. او دا به افغاني امنيتي ځواکونو ته د پلازمېني دکنټرول په لاس ورکولو سره هم په هيڅ وجه ښه نه سي.
افغاني عسکر او پوليس د شمير دمخه لږ او داسي ښه روزل سوي ندي چي پر داسي کړکيچن حالت باندي لاس بری سي. او ترټولو د مخه ددوی انګېزه کمه ده. دغه انګېزه څنګه منځ ته راسي؟ د ښه راتلونکي امکانات د عادي افغانانو څخه تيرسوي،او ګټه هغه چاکړې ده چي تل يې پداسي مواردوکي ګتي کولې. ياني جګړه سالارانو، او د مخدره موادو ستروقاچاقبرانو، او په تيره بياهغوکسانو چي د وخت د واکدارانو سره يې هر څوک چي وي روغه کړې وي.
حتی د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی د ډيريو لخوا په دې ډله کي شمېرل کيږي. ځکه چي دی د امريکايانو په مرسته پر قدرت راغلی،او پر قدرت پاته سو.
ددې لپاره چي د ګوډاګي نوم له خپله ځانه ايسته کړي د امريکا پر متحده ايالتونو او ناټو باندي يې د ملکي وګړو د وژلو او ټپي کولو نيوکي وکړې. خو داهم بايد هير نه کړو چي ټاکني رانژدې دي. مګر دا انتقادونه د خلګو ترمنځ کرزي، ته علاقه نه ډېروي.
اوس پوښتنه داده چي دغه علاقه بايد اوس د ناټو څخه و افغاني ځواکونو ته د کابل د کنټرول انتقال منځ ته راوړي که څنګه؟ خو فکر نه کيږي چي دا به اغېزمن واقع شي. ځکه چي ناټو اوامريکايان د کابل څخه په رشتيا نه پر شا کيږي. په دې ورستيو وختو کي په کابل کي هم ګوزارونه او پرکرزي، باندي د بريدونو هڅي سوي دي.
که نړيوال ځواکونه په رشتيا کابل پرېږدي نو کولای سي چي د هغه هيواد د نورو برخو څخه هم ووزي ځکه چي که کابل کوم وخت د لاسه ولاړسي افغانستان هم دلاسه ځي.
ولي چي په نوموړي هيواد کي تل همداسي و. نو سړی بايد پدې پوه سوی وای چي يوازي د عسکرو استول او بيا رغاوني د پروژو پيل کول بسنه نه کوي، بکلي د افغانانو تر منځ بايد شعوري بدلونونه راغلي وای. خو په آګاهۍ کي بدلون نه د پوځ او نه د پخوانيو ځواکونو په واسطه راوستل کيدای سي. ځکه کومه نمونه چي له هغه سره سم عمل وشي نسته.
نو هم له افغانستان څخه وتل او هم لکه تر اوسه پوري عمل کول دواړه د لوېديځ ناکامي او د صادقو افغانانو په بد حالت کي پريښوول دي. د دواړو حالتونو منځ ته راتلل مجاز ندي. افغانستان ته بالاخره بايد په نوي عصر کي د پښې ايښوولو په لاره کي که څه هم په لوړه بيه وي او دا بيه لا پسي لوړه سي، مرسته وسي.