فلسطيني ګډ حکومت ته به د مرستو رسول هم آسانه وي
۱۳۸۷ اسفند ۱۲, دوشنبهاروپايي ټولنه هوډ لري چي د غزې د بيا آبادولو دپاره تقريباً 500 مليونه ډالره ،او امريکا ورته 900 مليونه ډالره تياري کي . د جرمني په نماينده ګۍ ددغه هيوادخارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير په هغه کي برخه اخلي .
جرمني په پام کي لري چي د غزې د بيا رغوني دپاره سل مليونه ډالره مرسته وکړي .
د مرستندويه هيوادو دغه غونډه به په شارم الشيخ کي تر سره کيږي، په کوم کښي چي به د امريکا د خارجه چارو وزيره هېلري کلنټن او د منځني ختيځ دپاره د ځانګړي ټولني مشر توني بلير هم ګډون وکړي .
پدغه کنفرانس کي به د مرستندويه هيوادو دپاره يوه لويه پوښتنه داوي چي د کومک دغه پيسې به په غزه کي چا ته ورکول کيږي . د الماني استازو لخوا لا مخکي ويل سوي دی ،چي دغه پيسې په هيڅ صورت بايد د حماس لاس ته ورنه سي .
بهترينه لار به داوي که فلسطينيان وکولای سي چي يو مخلوط حکومت جوړ کړي، په کوم کښي چي د حماس تر څنګ د جمهوررييس محمود عباس سېکولر ګوند فتح هم برخه ولري . پدې ډول به د فلسطين په حکومت کي د فتح د ګوند اغېزه ډيره سي . همدارنګه به د نړۍ والي ټولني دپاره هم آسانه وای چي د مرستي دغه پيسې فلسطيني حکومت ته ورکړي . د نړۍ واله ټولني دپاره هم شايد دا ښه وي چي کومکونه د اييتلافي حکومت په جوړولو مشروط کړي . خود اروپايي ټولنې يوه کمشنره بېنيټا فېرېرو والډنر وايي چي دغه شرط د بيا رغونې په ټولو برخو کي نه سي عملي کېدلای . داوايي،
«دغه شرط د لومړنيو مرستو او د بيارغونې په ډګر کي نه سي ايښودل کېدلای . موږ پدې ډګرونو کي اخلاقي فرايض لرو. موږ بايد د دغو خلکو سره کومک وکړو، څوک چي په يوه ډېر بد حالت کي دي .»
مېرمن والډنر وايي چي د پيسو يوه برخه بايد سمدستي د بشري مرستو دپاره وکارول سي . دا اضافه کوي ،
«تر ټولو دمخه بايد دغه پيسې د بنسټيزه جوړښتونو د بياجوړولو دپاره ولګول سي . ډېره مهمه خبره داده چي خلګ بايد د سوېځېدنګ موادو، اوبو او د بدرفت سيسټم ته لاس رسی ولري، اوهغه بيرته فعاله سي . خلګ بايد وکولای سي چي بيا نورمال ژوند وکړي . »
خو په غزه کي بايد په عاجل ډول ډير څه وسي . نه يوازي داچي د غزې اقتصاد راپرځېدلی دی بلکه د غزې ټوله بنسټيزه جوړښتونه هم له سره جوړول غواړي . خو که فلسطينيان بيا هم خپلوتربګنيو ته دوام ورکړي نو دغه ستونزي به د هوارۍ وړ نه وي . د غزې دمختلفو ډلو تر منځ دومره ژور اختلافات سته چي اوس خبره خانه جنګۍ ته ډېره نژدې سوېده . د غزې اوسېدونکي اوس ددغو ډلو د خپل منځي اختلافاتو څخه ډېر په تنګ سوي دي ،او پدې خبره فتح او حماس هم ښه پوهيږي .
د جمعې په شپه د فلسطين مختلفو ډلو په مصر کي د جوړ جاړي دپاره خبري وکړې او د خبرو په پای کي یې اعلان وکړی چي دوی به په مارچ کي يو مخلوط حکومت جوړکړي . خودغه جوړه د مبصرينو په آند د مجبورۍ له وجې منځ ته راغلې، اوهغه به د حماس په تګلاره کي کوم بدلون نه راولي . د حماس يوه لوړ پوړي غړي د الجزيرې په نامه ټلويزيوني شبکې ته ويلي دي چي دوی به د اسرايل وجود په راتلونکي کي هم ونه مني . ښاغلي الرشق وويل ،
«موږ هيله لرو چي د فلسطينيانو تر منځ جوړه وسي . هر اړخ بايد تر بعضو شيانو تير سي . خو موږ دخپل دښمن اسراييل په مقابل کښي هيڅ ډول ګذشت نه کوو . »
مګر په 2008 مېلادي کال کي حماس داوربند په چوکاټ کي دډېر وخت دپاره پر اسرايلو د راکټانو اورول بند کړل . ددې ترڅنګ د حماس بعضي غړي وايي چي د اسراييلوسره به يوازي هغه وخت موافقه وکي ، چي که دوی د1967 مېلادي کال سرحدونه په رسميت وپيژني .
همدا وجه ده چي بعضي نړۍ وال څارونکي نظر لري چي بايد پر حماس باندي بنديزونه کم سي ،او د نړۍ والو لخوا خبرو ته را وبلل سي .
په غونډه کي به ښايي په مليارډونو ډالره د غزې د بياودانولو دپاره ورکول سي، خو دا چي د حماس او فتح جوړجاړی به بريالی وي او که نه ،پدې پوري هم اړه لري چي آيا اسرايل به پر غزې باندي بنديزونه ليري او د غزې سرحدونه خلاص کي اوکه نه .