عربي نړۍ د اوباما د منځني ختيځ پاليسۍ ته ډيره خوشبينه نه ده
۱۳۸۷ بهمن ۶, یکشنبهد تبصرې ليکونکی ليکوال دا پوښتنه کوي چي ايا باراک اوباما چي د يوه مسلمان زوی او يو تورپوستی امريکايي دی، وکړای سي چي د خپلو سياسي ځنځيرونو څخه ځان خلاص کړي. تبصره کوونکي ددغي پوښتنې د ځواب په هکله خوشبيني ښودلې ده. دی ليکي چي که څه هم ډېر ستر بدلونونه به رانه سي خو ښايي د مسلماني نړۍ په وړاندي د امريکا سياست تر پخوا زياته پاملرنه وکړي.
په تبصره کي ويل سوي دي چي امريکا اوس پدې پوهېدلې چي د خپلو تيروتنو په ترڅ کي يې ټوله اسلامي نړۍ له ځانه خوابدې کړې ده. د بشري حقوقو په وړاندي د اوباما درناوی، او دا چي دی به د عراق څخه خپل سرتيري باسي د يوه مثبت پيل څرګندويي کوي.
ليکوال زياتوي چي تر اندازې زياتي هيلي درلودل به پر ځای نه وي په زياته بيا د اسراييل په وړاندي به اوباما د امريکا سياست بدل نه کړي. مبصر ليکي چي د اوباما د اولسمشرۍ په دوره کي به ښايي لږ څه د ساه اخيستلو وخت پيدا سي او روان کړ کېچو نه به يو څه ساړه سي.
د حماس يو وياند اوساما حمدان، بيا وايي چي اوباما به کوم بدلون نه راولي: اوباما هيڅ بدلون منځ ته نه راوړي. کومي تېروتني چي بوش تر سره کړي وې اوباما هم هغه تېروتني کوي. په نژدې ختيځ کي د سولې راوستلو په ترڅ کي دده لومړني کارونه داسي نه وه چي ډېره هيله دي ورته پيدا سي.
بعضي خلک دې ته خوشبينه وه کله چي سناتور ميشل د نژدې ختيځ له پاره د ځانګړي استازي په توګه ونومول سو. خو اوس داسي معلوميږي چي اوباما ترمخه لا دهغه د تګلاري تعين کړی وي.
د سعودي عربستان سره تړاو لرونکی يو مبصر بيا وايي چي مسلمانان د ستونزو څخه ستړي دي او دا چي دی هيله لري چي امريکا به د ستونزو په هوارۍ پېل وکړي او پدې توګه خپل هغه وياړ تر لاسه کړي، چي امريکا ته د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو رهبر ويل کيږي.