طالبانو د کای آيده سره خبري رد کړې، او هغه يې يو سازش بللی دی
۱۳۸۸ بهمن ۱۰, شنبهاعلاميه د اسلامي امارت درهبرۍ د شورا تر نامه لاندي خپره سوې ده ،او دغه راپورونه يې ټوله بې اساسه ،درواغ او آوازې بللي دي .
په اعلاميه کي زياته سوې چي دغه ډول آوازې د جهاد او د هغومجاهيدينو په مقابل کي يو سازش دی څوک چي د ښکېلاکګرو پر ضد په جهاد اخته دي . په خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي دي چي د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا يو وار بيا د ټولو ښکېلاکګرو پر ضد پر جهاد ټينګار کوي .
ګرچه و افغانستان ته د ملګروملتونو ځانګړي استازي کای ايده هيڅکله په رسمي ډول دا نده تاييد کړې ،خو په بعضو لوېديځو او افغاني رسنيو کي داسي راپورونه خپاره سوي وه چي د رواني مياشتي په پېل کي کای ايده په دُبی کي د طالبانو سره ملاقات کړی ؤ. پدغو راپورونه کي راغلي وه چي کای آيده په لندن کي د افغانستان کانفرانس د پېلېدو څخه څو ورځي تر مخه د طالبانو سره ملاقات کړی ؤ تر څو په افغانستان کي د سولي د راوستلو پر موضوع ورسره خبري وکړي .
د پنجشنبې په ورځ د لندن په کانفرانس کي د افغانستان جمهوررييس حامد کرزي وويل چي د روان مېلادي کال په پای کي به په افغانستان کي د سولې د راوستلو لپاره د يوې خاصي جرګې د جوړولو هڅه وکړ ي . د کرزي په وينا پدغه جرګه کي به پر هغو امکاناتو هم خبري وسي چي وسله وال طالبان څنګه بېرته په افغانی ټولنه کي مدغم کيدلای سي.
د لندن په کانفرانس کي يو مخصوص صندوق هم جوړ سو ، د کوم څخه چي به هغو طالبانو ته پيسې ورکول کيږي ،څوک چي د جنګ لاره پريږدي او و ولسي ژوند ته راګرځي . د لومړي سر لپاره پدغه ځانګړي صندوق کي 140مليونه ډالره هم واچول سو .
د شنبې په ورځ په خپره سوې د طالبانو په اعلاميه کي په کلکه سره دغه خبره رد سوې چي طالبانو د افغان حکومت او د امريکا په مشرۍ د نړۍ والو ځواکونو سره د سولي خبري پېل کړي دي .
په اعلاميه کي زياته سوې چي د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا او سربازه مجاهدين به ټوله هغه سازشونه او تبليغات د ناکامۍ او ذلت سره مخامخ کړي چي د غليمانو لخوا د جهاد د کمزوره کولو لپاره تر سره کيږي .
DPAE/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی : محمد قاسم نوري