1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صدراعظم لودويگ ايرهارد د جرمني داقتصادي پرمختګ سمبول ؤ

۱۳۸۸ شهریور ۱۳, جمعه

دی چه د 1963 کال څخه تر 1966 کاله پوري د جرمني صدراعظم ؤ،د خپل اجتماعي- اقتصادي بازاردسياست د عملي کولو د لاري يې د 1948 کال د جون پر20مه د جرمني اقتصاد خپل اوج ته ورساوه ...

https://p.dw.com/p/JQzR
صدراعظم لودويگ ايرهارد
صدراعظم لودويگ ايرهاردانځور: AP

د 1963 م کال د اکتوبر شپاړسمه نېټه : دجرمني پارلمان د اقتصادي چارو پخوانی وزير لودويگ ايرهارد د نوي صدراعظم په حيث ټاکي . هغه په کونراد ادېناور پسې راځي چې له څوارلس کاله صدارت وروسته په بن کې له شاومبورگ ماڼۍ څخه وځي . نوی صدراعظم نه غواړي چې د پخواني لومړي وزير په سياست کې ډېر تغييرات راولي :

«زما سياست د منځلاريتوب او تفاهم سياست دی . راتلونکې ته زموږ لار به مو لوړو پوړونو ته ورسوي، خو له گواښونو ډکه لار هم ده . راځئ چې د زړورتيا، وجداني چلند او پيوستون لوړه وکو.«

لودويگ ايرهارد د 1897 کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه په فويرت کې نړۍ ته سترګې پرانيزي . هغه ملي اقتصاد لولي اوتر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د خپل وران ويجاړ هېواد په تر ټولو مهمو کارپوهانو کې راځي . نوموړی اوردو ليبراليزم- Ordoliberalismus ته ژمن دی، يعني د اقتصادي پاليسۍ داسي يوه تيوري چې دولت په اقتصادي چارو کې يوازي د څارني دنده پرغاړه لري.

لودويگ ايرهارد دغي صرف اقتصادي طرحې ته د ولس سره د خواخوږۍ فکر هم ورزياتوي . له دواړو فکرونو څخه ټولنيز اقتصادي بازار جوړيږي . خو له کنډوالو څخه د آلمان د اتحادي جمهوريت د اقتصادي پرمختيا بنياد، چې په ټوله نړۍ کې ورته خلک حيران پاته دي، د ټولنيز اقتصادي بازار تر څنگ د پولي واحد رفورم هم دی، چې له امله يې دکانونه او پلورنځايونه په يو وار د 1948 کال د جون په شلمه نېټه ډکيږي او د لويديځ آلمان د اوسېدونکو تر منځ اعتماد هم بېرته پياوړی کيږي :

« دپولي واحد ريفورم به زموږ د ژوندانه شرايط تنگ او پېچلي نهء، بلکه برعکس به زموږ دغه عقيده ټينگه کي، چې يو زيارکښه ولس د سخت کار د لاري د ټولو ستونزو سره سره، باقي پاته کېدای، رغېدای او نوي شتمنۍ ته رسېدلای شي . خو هيڅ کومه بله لاره دغه هدف ته نه ده غزېدلې.«

وگړي پر همدغه سړي باندي باور لري چې تل سيگار څکوي او هميشه په يوه خاصه بېلونکې لهجه د اقتصادي بازار يوه ترانه زمزمه کوي . د دغه حاصل کړي اعتماد له امله مسيحي دموکرات گوند په 1949 کال کې ټاکنې گټي. کونراد ادېناور، لودويگ ايرهارد د اقتصاد د لومړني وزير په توگه ټاکي . ايرهارد د پرمختيا سمبول يا نخښه گرځي چې يو علت يې د هغهء خپله خېټه ده چې کال په کال پسې غټيږي . خو لودويگ ايرهارد نه يوازي يو ډېر ښه اقتصادپوه دی، هغه د آلمان د سياست په اړه هم غَور کوي :

په بن کښي دده کور
په بن کښي دده کورانځور: picture-alliance / dpa

« د آلمان يو تبعه به هغه وخت بېرته خپل پت او عزت ولري او د زړه له کومي به دموکراسۍ ته ژمن پاته وي، کله چې په کومه اداره کې بايد دی سر ټيټ نه کي . دغه کار سر ته رسول به زه خپله تر ټولو لوړه دنده وبولم.«

د لودويگ ايرهارد نوم د شپېتمو کالونو په پيل کې همېشه ياديږي، کله چې د اتياو کالو څخه د زيات عمر لرونکي کونراد ادېناور د ځايناستي په اړه خبرې کيږي . سره له دې چې ادېناور په علني ډول مدام وايي چې نوموړی د لومړي وزير په حيث لازمه وړتيا او قابليت نه لري، خوپه پارلمان کښي د مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال گوندونو اييتلاف ،لودويگ ايرهارد د 1963 کال په اپريل کې لومړي وزارت ته د کانديد په توگه ټاکي . نيم کال وروسته دی د ادېناور پر ځای د لومړي وزارت پر چوکۍ کښيني.

د 1965 کال په پارلماني انتخاباتوکې ايرهارد ډېره ښه بريا تر لاسه کوي : 47,6 په سلو کې رايی د 1949 کال راپه دې خوا دويمه تر ټولو ښه نتيجه ده. خو د دهء د کاري ژوند په ترڅ کې اوج ته تر رسېدلو وروسته دی داسي ژور مخ پر ځوړ غورځي چې تر پارلماني انتخاباتو يو کال وروسته دی دصدارت مقام بېرته د لاسه ورکوي او بايلي.

دغه زوال د لومړني اقتصادي بحران له کبله رامنځته کيږي، چې هغه سړی له ممکن ناحل کېدونکو ستونزو سره مخامخ کوي، چې جرمنيان ورته په آلمان کې د ټولنيز اقتصادي بازار پلار وايي . عامه روحيه د لودويگ ايرهارد په ضد اوړي . په پارلمان کې د دهء خپل گوندي اييتلاف يې تر شا يو بل ځای ناستی ټاکي: هغه د بادن وېرتنبېرگ د ايالت لومړی وزير کورت گېورگ کيزينگر دی چې له سوسيال دموکرات گوند سره يو ځای د يو لوی اييتلاف مشر او لومړی وزير جوړيږي.

د 1966 کال د دسامبر پر لومړۍ نېټه لودويگ ايرهارد استعفا ورکوي، نه په خپله خوښه ،او نه هم په قهر او غوسه . هغه په دويم ځل د آلمان پارلمان يا بوندستاگ ته ټاکل کيږي او بېرته لاره مومي، چيري چې دی د خپل گوندي پلاوي د عادي غړي او «مشر سياستوال» په توگه دنده پر مخ بوزي . له خپلي اتيايمي کاليزې درې مياشتي وروسته لودويگ ايرهارد د 1977 م کال د مۍ پر پنځمه نېټه په بن کې مړ کيږي .

ماتياز هيلفيلډ/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري