شتاينماير: د »تلپاتې آزادۍ« عملياتو پر ځای دې د ايساف ماموريت پياوړی شي
۱۳۸۶ شهریور ۱۶, جمعهاعلان
دغه څرگندونې شتاينماير د جمعې په ورځ د آلمان د سوسيال دموکرات گوند د غونډې په ترڅ کې په برلين کې وکړې. د »تلپاتې آزادۍ« په نامه عملياتو په نوموړي گوند کې ناندرې راپورته کړي دي ځکه چې ملکي وگړو ته په کې وار په وار زيان اوښتی دی. شتاينماير زياته کړه چې دغه ټکی به د سوسيال دموکرات گوند په هغه ناسته کې تر بحث لاندې ونيول شي چې د اکتوبر په پای کې په هامبورگ کې جوړيږي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير همداراز د آلمان پر مهمو دندو ټينگار وکړ، په تېره بيا د افغانستان د اردو او ملي پوليسو د روزنې په برخه کې. د آلمان پارلمان به په اکتوبر مياشت کې د ايساف د ماموريت د تمديدولو په اړه پرېکړه وکړي چې د تورنادو الوتکو مامريت هم دې پورې تړلی دی.