د سیاسی زده کړی دلاری پر ځان باندی د باوراواعتماد زیاتیدل
۱۳۹۰ فروردین ۲, سهشنبهاعلان
د (واوره او زده کړه ) د پروګرام په دغه برخه کی به د مدنی او سیاسی ټولنو پر رول باندی چی اوس تقریباً د افغانستان په هره برخه کی وجود لری، خبری وسی . په مکتبو کی به د سیاسی فعالیتو خصوصاً جریدو او سیاسی کورسونو د رول په باب هم بحث وسی .
ددغه پروګرام په یوه بله برخه کی د مثال په ډول د سواد او زده کړی د اهمیت په باب خبری کیږی او دوی ته به وښوول سی چی د سواد زده کړه څومره د یوه هیواد په پرمختګ کی رول لري، یعنی کله چی د یوې ټولنی خلک بیسواده وی نو هغه ټولنه په سختۍ سره پر مخ ځي . دغه پروګرام به خلک دېته تشویق کړی چی نه یوازی خپل زامن بلکی نجونی هم ښوونځیو ته واستوي.