سپنتا د بېک څرگندونې وغندلې
۱۳۸۶ فروردین ۱۶, پنجشنبهاعلان
ده زياته کړه چې »دغه ډول څرگندونې د هغو خلکو لخوا کېږي چې له افغانستان څخه اگاه نه دي.« همداراز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې طبعا په افغانستان کې ډېر خلک د نورو لخوا استعمال شوي دي او بايد بېرته ټولنې ته داخل شي. خو يو بل کنفرانس ته په آلمان کې د ده په وينا اړتيا نه ليدل کېږي. په آلمان کې تر اوسه پورې درې کنفرانسونه د افغانستان په هکله تر سره شوي وو چې په ټولو کې طالبان نه وو راغوښتل شوي. ښاغلي کورت بېک دغه راز څرگنونې له افغانستان څخه تر ليدنې وروسته کړې وې. د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل او نورو چارواکو هم فاصله نيولې ده او څرگندونې لا وړاندې په آلمان کې غندل شوې وې.