1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپتمبر د ۱۱ مي د بریدونو د اصلي عاملینو اعترافونه سانسوريږي

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/171bH

د ۲۰۰۱ کال د سبتمبر د ۱۱ د ترهګرو بریدونو د اصلي عاملینو یوه اندازه اعترافونه به د عامه انظارو څخه پټ وساتل سي. د نظامي محکمې قاضي له دغه ډول سانسوري تدابیرو سره خپله موافقه وښوده. د هغه پر اساس حاضرین کولای سي چي په ګوانتانامو زندان کښي د محاکمې جریان د ۴۰ ثانیو په ځنډ سره د پردې شاته تعقیب کړي. ویل کیږي چي دغه سانسور به دا امکان برابر کړي، چي هغه خبري د اعترافو څخه لیري کړي، چي ملي امنیت ته تاوان رسوي. په دې ډول نو عملاً دا ناممکنه ده چي عامه ذهنیت د CIA په مخفي محبسو کښي د تحقیقاتي میتودو څخه خبرسی. ټولو ۵ سرو تورنو کسانو ویلي دي چي مخکي تر دې چي په ۲۰۰۶کال کښي ګوانتانامو ته ولېږل سي، شکنجه سوي دي.