سویس له شرقي اروپا څخه د کډوالو پرراتګ محدویتونه راولي
۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبهاعلان
د سویس حکومت له اروپایي هیوادونو څخه د کډوالو پر راتګ په مؤقتي ډول محدودیتونه وضع کړي دي. په دې کې هغه کډوال شامل دي چی د شرقي اروپا د اتو هیوادونو لکه چک، ایستلند، لیتلند، لیتوانیا، هنګري، پولند، سلوانیا او سلوواکیا څخه راځي.
له بلې خوا د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسئولې کاترین اشتون، ویلې دي چې سویس غواړي له دې کار سره په اروپا کې د آزاد تګ راتګ په اړه له پرېکړه لیک څخه سرغړونه وکړي. د اروپایي ټولنی د پارلمان رئیس مارتین شولڅ په وینا د دغه ډول پرېکړې له پاره هیڅ ډول قانوني او یاهم اقتصادي دلیل موجود نه دئ.