سومالیه: د پارلمان استازی ترور شوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبهاعلان
د سومالیه هیواد په پلازمینه موگادیشو کې د پارلمان یو تن استازی وژل شوی دئ. وژل استازی د دغه هیواد د نوي ټاکل شوي پارلمان غړی دئ. مصطف حاجي محمد، د شنبې په ماښام هغه وخت په ډزو وژل شوی دئ کله چې د ماښام د لمانځه وروسته د جومات څخه د وتو په حال کې وو. د سپتمبر په لسمه نیټه د پارلمان له لوري د ولسمشر په توگه د حسن شیخ محمود، تر ټاکل کیدو وروسته دا د یاغیانو له لوري د ترور لومړۍ پیښه ده. لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.