سوریې د کوفي عنان د سولې پلان ومنه
۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبهاعلان
د سورېې حکومت د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوفي عنان، د سولې پلان قبول کړې دئ. چین هم له دې پلان څخه د ملاتړ کولو له پاره شین څراخ ښودلای دئ.
د کوفي عنان د پلان له مخې د سوریې په کړکیچ کې ښکیلې دواړه خواوې باید سمدلاسه اوربند وکړي، حکومت درنې وسلې د اوسیدنې له ځایونو څخه لیرې کړي او بشري مرستې باید وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې اپوزیسیون په دې هلکه شکونه ښکاره کړي دي.