سوریه: پاڅون کوونکي د یوه ښار د نیولو ادعا کوي
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهاعلان
د سوریې د پاڅون کوونکو د معلوماتو له مخې د ترکیې سرحد ته څیرمه د راس العین، په نوم سیمه چې د ستراتژیک لحاظه مهمه ده، تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. زیاته شوې ده چې د بشارالاسد د رژیم د ځواکونو او د سوریې د آزاداي بښوونکي په نوم پوځ تر منځ په دغه سیمه کې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي هم دي.
دغه ښار په شمالي ولایت هساکا کې پروت دی او د پلازمینې دمشق څخه کابو ۶۰۰ کیلومترو واټن لري. د پاڅون کوونکو یوه تن قوماندان ویلي دي چې دوی اوس کولای شي چې د نورو سیمو څخه خپل زخمیان د درملنې له پاره دغه ځای ته راوړي. لا تر اوسه دغه معلومات د آزادو سرچینو څخه تائید شوي نه دي.