سوريه: د پلان سوي اوربندمراعتول معلوم نه دي
۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبهاعلان
په سوريه کي د ژر تر ژره اوربند راوستلو چانس نه تر سترګو کيږي. د سوريې رهبري اوس غواړي چي مخالف ګروپونه بايد په تحريري ډول سره تضمين ورکړي، چي وسلې پر مځکه ږدي.
د سوريې خارجه وزارت ويلي دي چي له هغه وروسته چي دا کار تر سره سي، حکومتي ځواکونه به، له ښارونو او ناحيو څخه راووزي. اصلاً جمهوررئيس بشارالاسد د کوفي عنان په نامه د سولي له داسي يوه پلان سره موافقه کړې وه، چي تر سه شنبې پوري بايد حکومتي ځواکونه راووزي او تر پنجشنبې پوري اوريند وساتل سي.
که په سوريه کښي د عنان پلان تطبيق نسي، نو د امنيت شورا کولای سي نور تدابيرهم وضع کړي.