سندرغاړي آدیل د ګریمي د موزیک جایزه تر لاسه کړه
۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبهاعلان
د ګریمي په نامه د موزیک مهمه امریکايي جایزه د انګلستان مشهوري سندرغاړي آدیل تر لاسه کړه. دغي ۲۳ کلني ټولې درې جایزې و گټلې. د جایزو ورکولو دغه محفل د پاپ د نامتو ستوري ویتني یوستون د مرګ تر سیوري لاندی وو. په دغه محفل کي له دغي ۴۸ کلني څخه هم یادونه وسوه.