سان سوچي د ۲۴ کلونو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر پای ته ورساوه
۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبهاعلان
د برما هيواد د اپوزیسون مشره آنگ سان سوچي د تايلند هيواد د سفر څخه بېرته خپل هيواد ته رسېدلې ده. نوموړې د يکشنبې په ورځ د رنگون هوايي ډگر ته ورسېده. ۶۶ کلني سان سو چي په تايلند کي د برما سره د پرتو سرحدي سيمو او د مهاجرینو کمپونو ته سفر وکړ.
هغې په بنکاک کي د ختيځي آسيا په نړیواله اقتصادي غونډه کي هم گډون وکړ. د سان سوچي له پاره دا په تيرو ۲۴ کلونو کې کوم بهرني هیواد ته لومړی سفر وو. د دې څخه تر مخه دغې مېرمنې د خپل هيواد څخه دباندي سفر نه کاوه ولي چي بېرېدله چي پوځي واکمنان به هيواد ته د بېرته داخيلېدو اجازه ور نه کړي. د برما يا ميانمار پوځ اوس د ريفورم پروسه پېل کړې ده او لوېديځ ته د نزدې کېدو پروسه پر مخ بيايي.