رپوټ:2010 کال د ژونالستان لپاره هم خونړی ؤ
۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعهدغه سازمان ويلي چي دغه شمير د تير کال په پرتله يو پرڅلورمه لږ ده. خو د تښتول سوو خبريالانو شمېر په دغه کال کي لوړ سوی دي. په 2010 کال کي 51 خبريالان او په 2009 کال کي 33 تنه تښتول سوي دي.
د ژورناليستانو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد پاکستان دی چي پکښي 11 تنه وژل سوي دي. په مکسيکو کي اوه تنه، په عراق کي هم اوه تنه او په فيليپين کي څلور تنه وژل سوي دي.
په پاکستان کي تر ټولو زيات اسلامي ګروپونه ژورناليستان نيسي ، په مکسيکو کي بيا زياتره د مخدره موادو شرکتونه دا کار کوي.
په عراق کي بيا اکثره ژورناليستان د بمي بريدونو په نتيجه کي له منځه ځي. په فيليپين کي د بې سرحده خبريالانو پر ضد د زورياتي څخه د کار اخيستلو تر شا محلي سياستوال او مشران پټ دي، دا ځکه چي دغه ژورناليستان د دوی د اختلاصونو په باب انتقادي رپوټونه ورکوي.
په مجموعي ډول په 25 هيوادونوکي ژورناليستان د خپلي وظيفې له کبله او يا د هغې د اجرا کولو پر وخت خپل ژوند دلاسه ورکوي.
په 2009 کال کي لا په شلو هيوادونو کي ددوی ژوند د خطر سره مخامخ ؤ. د بې سرحده ژورناليستانو د کلني رپوټ له مخه د هغوی ژوند په تېره بيا په افغانستان او نايجيريا کي، چي هلته زياتره ژورناليستان تښتول کيږي، د ډېر خطر سره مخامخ دی.
د دغه کلني رپوټ په باب د بې سرحده ژورناليستانو د سازمان د مطبوعاتو ويانده آنيا ويوهيل د دويچه ويله سره په مرکه کي ويلي دي چي سږ کال، ځکه د ژورناليستانو سره د زورزياتي کچله کمه ښودل سوې چي دسته جمعي وژني ندي سوي.
« موږ دې خبري ته په بل ډول ګورو دا ځکه چي په ۲۰۰۹ م کال کي د ژورناليستانو د وژل کېدو شمېر له دې کبله لوړ ؤ چي يوه دسته جمعي وژنه وسوه. په فيليپين کي په يوه ورځ ۳۰ تنه ژورناليستان له منځه ولاړل. دا پېښه يو وار را منځته سوه او خوشبختانه سږکال تکرار نه سوه.»
هغه وايي، په عمومي ډول موږ دا نه سو ويلاي چي وضعه تر پخوا ښه سوې ده. زياتره پېښې نه دي ثبت سوي. « د مثال په ډول په هاندوراس کي په ۲۰۱۰ کال کي مجموعاً ۱۰ تنه خبريالان وژل سوي دي. خو موږ يوازي د درو تنو نومونه په خپلي احصايې کي نيولي دي.»
ويوهيل زيارته کړه دا ځکه چي د نورو وژل سوو ژورناليستانو په باب لا تحقيقات روان دي. او په دې اړه زه مطمينه يم چي په يو څو مياشتو کي به دا معلومه سي چي دوی هم د خپلي وظيفې په ارتباط وژل سوي دي.
د بې سرحده ژورناليستانو يوه خبريال وويل چي په اروپا او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونوکي ژورناليستان په زياتېدونکي ډول د ګواښونو او جسمي حملو د خطر سره مخامخ سوي دي.
ډېری خبريالان په ايران کي بنديان دي چي شمېر يې ۳۷ تنو ته رسيږي. په چين کي ۳۰ تنه او په ايريتريا کي ۲۹ تنه بنديان دي.
ايران پرمطبوعاتو باندي څارنه ډېره کړې او خپل هيوادته يې د ژورناليستانو پر راتګ سخت شرايط وضع کړي دي.
په دغه هيواد کي هم د اکتوبر د نيمايي راهيسي د ( بيلد ام زون تاګ) په نامه آلمانۍ خپروني دوه تنه ژورناليستان بنديان دي.
دوي غوښتل د سکينې محمدي اشتاني چي د سنګسار په سزا محکومه ده ، د زوی سره مصاحبه وکي. د ايراني چارواکو په خبره دغو خبريالانو غير قانوني کار کړی. دهغوی په خبره دوی د سيلانيانو په وېزه هغه هيواد ته ورغلي دي.
آژانسونه/ګل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل