1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روغتيا پال: د زمباب وې څخه د کولرا ساری ناروغي نده وتلې

۱۳۸۷ آذر ۲۲, جمعه

د زمباب وې مشر ويلي چي د هغه هيواد څخه د اوبا يا کولرا ساري ناروغي ورکه سوې ده ولي who يا نړيوال روعتيايي سازمان وايي چي په هغه هيواد کي دې ناروغۍ 800 کسان له منځه وړي او د نورو د له منځه تلو خطر هم سته

https://p.dw.com/p/GEof
په زمبابوې کي د کولرا يا اوبا ساري ناروغي مخ پر پراخيدو ده
په زمبابوې کي د کولرا يا اوبا ساري ناروغي مخ پر پراخيدو دهانځور: picture-alliance/ dpa

که څه هم په افريقايي هیواد زمباب وې کي د کولرا يا وبا د ناروغۍ له امله څه نا څه 800 انسانان وژل شوي او همداوس په دغه هيواد کي د وبا يا کولرا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر 16 زرو ته رسيدلي او څنګه چي د نړۍ د روغتيايي سازمان WHO په يوه رپوټ کي ويل شوي، ددغه ناروغۍ لمن د پراخيدلو په حال کي ده اوله دې امله د زمباب وې زور واک مشر روبرت موګابي هم دلويدیځو هيوادونو له خوا ترفشار لاندي نیول شوی او هم دافريقايي هیوادونو له خوا.

روبرت موګابي په یوه تلوزیوني وینا کي وايي چي په زمباب وې کي د کولرا د ساري ناروغۍ کيسه ختمه شوې:« زه ډیر خوشاله يم چي ووايم زموږ ډاکتران د نړۍ د روغتيايي سازمان په همکاري او مرستي سره په دې بریالي شوي دي چي په دغه هيواد کي دکولرا د ناروغۍ د پراختیا مخه ونيسي.»

د زمباب وې په پلازمېنه هراري کي ددغه هیواد د84 کلن ولسمشر پلويانوپه دې مناسبت داسي شعارونه پورته کړي و، چي ليکل شوي و،« د برون کولرا» « افغانستان ، عراق او اوس زمباب وې » په دغه شعارونو سره د روبرت موګابي پلويانو دلويديځو او افريقايي هغه هيوادونو دغوښتنو په مقابل کي غبرګون ښودلاي ، چي ويلي و، موګابي دي دخپلي دندي څخه استعفا وکړي. په تيره بيا لويي بريتانيې او د امريکا متحده ايالتونو، په جدي ډول سره دموګابي د استعفا يا راپرزولو غوښتنه کړې.

خو موګابي وايي:«د کولرا له کبله ښاغلي بورن غوښتل چي په زمباب وې کي دي مداخله وشي او سرکوزي ددې غوښتونکی دی چي پر دغه هيواد باندي دي پو ځي تيری وشي. او بوش هم داخبره کړې او دا ټول له دې امله چي په زمبابوې کي دکولرا ساري ناروغي راغلې.خو اوس چي له دغه هيواده څخه دکولرا دناروغۍ ټغر راټول شوي، نوګومان نه کوم چي ددوی دپاره به پر زمباب وې باندي د تيري دپاره کوم بل دليل وي.»

د زمباب وې ولسمشر رابرت موګابي
د زمباب وې ولسمشر رابرت موګابيانځور: picture-alliance/ dpa

خو نړيوال روغتيايي سازمان WHO بيا بيخي بل څه وايي:«د نړۍ د روغتيايي سازمان په رپوټونو کي له دې څخه خبري کیږي چي د افريقا په دغه جنوبي هيواد کي دکولرا په ساري ناروغۍ باندي د اخته کسانو شمېرګړی په ګړی زیاتیږي. او تراوسه ددغه ناروغۍ له امله دتلف شووکسانو شمېر څه کم 800 ته رسيدلی دی. او ددغه ناروغۍ نښي اوس په موزنبيق، جنوبي افریقا کي هم لیدل سوی.»

په افريقا کي د مسيحي پروتستانتواو آرتودوکسو د کليساو په یوه کنفرانس کي چي د موزنبيق د Maputo په ښارکي جوړ شوی و، د زمباب وې چارواکو ته ددې پیغور شوی چي دوی په زمبابوې کي ددغي ساري ناروغۍ د مخنوي دپاره په لازمو تدابيرو لاس ندی پوري کړی او دکنفرانس برخه والو ددې غوښتنه کړې چي پر موګابي باندي بايد زیات فشار واچول سي تر څو چي ددغي ناروغۍ دمخنوي دپاره جدي عمل وشي. خو ددغه ټولو غوښتنو او انديښنوسره سره بيا هم، افريقايي ټولنه او هم دجنوبي افريقا حکومت کونکي ګوندANC له دې سره مخالفت کوي چي موګابي دي په زور سره په زمباب وې دځواک له مسنده څخه ليري کړای شي.

خو دجنوبي افريقا دحکمت مشر مانتاشي دموګابي څخه ددې غوښتنه کړې چي پخپله خوښه بايد استعفا وکړي:« موږ داخبره موګابي ته کړې چي دی بايد استعفا وکړي خو موګابي وايي چي څوک به ددې ژمنه کوي چي دی به دلايبيریا ددولت دپخواني مشر چارلس تايلور په شان ددنهاګ محاکمې ته ونښکل شي.»

دجنوبي افریقا د حکومت مشر مانتاشا په دنهاګ کي د نړيوالي جزايي محکمې چارواکوته ددې پيغور ورکړی چي دوی د افريقايي مشرانو په مقابل کي د نورو په پرتله دزيات فشاره څخه کار اخلي.په زمباب وې کي دننه دموګابي سیاسي سيال تزوان ګيري ده ته څو څو واري داخبره کړې چي دده د استعفا په صورت کي به دی د دنهاګ محکمې ته نښکل شي.